فراه په جګړو کې د افغان پوځ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړیدلې

وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې د افغانستان یو شمیر جنوبي او لودیځو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر خلاف بریدونه زیات کړي.

د فراه ولایتي چارواکي وایي، تیره شپه (تلې ۲۱ مه) د دغه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره په جګړو کې د افغان پوځ سرتیرو ته اوښتې مرګ ژوبله تائیدوي، خو د شمیر په اړه یې یوه خوله نه دي.

د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور د دغه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستو د وسله والو طالبانو د تیرې شپې په برید کې افغان پوځ ته د رسیدلو تلفاتو په اړه وویل، چې په دغو جګړو کې د ملي اردو لس سرتیري وژل شوي، پنځه تنه ټپیان شوي دي.

ښاغلي بختور وویل، چې وسله والو طالبانو له خوا د پشت رود ولسوالۍ د " دوکین" په سیمه کې د ملي اردو په دوه پوستو د برید وروسته یوولس سرتیري لا درکه شوي هم دي.

خو د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي امریکا غږ اشنا راډیوته وویل، چې د پشتي رود ولسوالۍ د تیرې شپې په جګړه کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي، پنځه ټپیان شوي او درې نور لا درکه شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د پشتي رود په ولسوالۍ کې د ملي اردو د دوو پوستو د نیولو خبر ورکړی او ادعا یې کړې، چې په دغو نښتو کې یې د ملي اردو پنځویشت سرتیري وژلي او دولس ټپي سرتیري یې له ځان سره وړي دي.