کونړ کې شاوخوا ٢٠ طالبان او د القاعده شبکې غړي وژل شوي

د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ کې تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات کړي چې چارواکي وايي، د دریوو عربانو او دریو ازبکانو په ګډون تر شلو د طالبانو او القاعده شبکې غړي یې وژلي او همدا شان ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته وویل چې عملیات د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د شلتن سونو سیمه کې کړي دي.

هغه وايي، په وژل شویو کې پنځه یې مهم قوماندانان دي چې یو پکې د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د سرې قطعې قوماندان دی.

نوموړی وايي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملتیا هم ورسره وه.

د کونړ امنیه قوماندان حقنواز حقیار امریکا غږ ته وویل چې په سیمه کې سخته بمباري هم شوې ده.

د کونړ د عامې روغتیا ریئس عزیز الرحمن ساپي امریکا غږ ته وویل چې د اسداباد ولایتي روغتون ته پنځلس زخمیان ور وړل شوي دي چې اته ماشومان، درې مېرمنې او څلور سړي پکې شامل دي.

نوموړی وايي چې له سیمې معلومات ور رسېدلي دي چې ټپیان پر لاره دي او ممکن شمېر یې ‌‌‌‌‌‌ډېر شي.

د سیمې یو قومي مشر ملک عجب خان امریکا غږ ته وویل چې په وژل شویو مړو او ټپیانو کې لږه برخه طالبان او اکثره ملکیان شامل دي.

چارواکي وايي دغو عملیاتو د شپې څلور ساعته دوام کړی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.