د ښځو د نکاح په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده فرمان

عکس (ارشیف)

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ښځو د حقوقو په اړه تازه ځانګړي فرمان کې ویلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضرور او په خبره یې هیڅ څوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نشي مجبورولای.

د طالبانو د مشر په یاد فرمان کې همدارنګه راغلي چې ښځه ازاد انسان دی او هیڅ څوک یې په بدل «بدو» کې نشي ورکولای.

په یاد فرمان کې راغلي چې ښځه د مېړه تر وفات وروسته تر څلور میاشتني «عدت» تیرولو وروسته د خپل اختیار څښتنه ده او په خبره یې «لېور» او بل کوم څوک یې په زور سره نشي په نکاح کولای.

په افغانستان کې په بدو کې د ښځو ورکول یوه جدي ستونزه ده چې پخوا یې هم په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

په کم عمر کې د نجونو ودول او په زور ښځې نکاح ته مجبورول هم جدي ستونزې دي چې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو مدافعینو او ټولنیزو فعالینو د لسیزو راهیسې په وار وار ددغه ناوړه رواج د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په فرمان کې راغلي: "د مېړه له وفات وروسته شرعي عدت ( چې لور میاشتې او لس شپې یا وضع د حمل" تیر شي، کونډه ښځه نه لېور ځانته په زور په نکاح کولای شي او نه بل څوک،کونډه د نکاح کولو او خپل راتلوونکي سرنوشت په هکله د خپل اختیار څښتنه ده،(خو چې د کفو(سیال)اصل او د فتنې او فساد مخنیوی په نظر کې نیول شوی وي."

د دغه فرمان په نورو برخو کې راغلي چې ښځه له نوي مېړه څخه د مهر اخیستلو حق لري او هم د وفات شوي مېړه اولاد، پلار او نورو دوستانو په په مالانو کې د میراث حق او ثابت سهم لري.

په فرمان کې ویل شوي هغه څوک چې متعدد ودونه لري مکلف دي چې ټولو ښځو ته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ یې عدل وکړي.

د طالبانو مشر هبت الله خندازده د حج او اوقافو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، سترې محکمې او د ټولو ولایتونو والیانو ته هدایت کړی چې خلکو ته د ښځو د حوقوقو د تامین په برخه کې جدي هڅې وکړي.

نوموړي د حج او اوقافو وزارت ته امر کړی چې د جوماتونو ملا امامان دې وهڅوي تر څو خلکو ته د ممبر او خطبو له لارې د ښځو د حقوقو په اړه معلومات ورکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ له وزرات څخه یې غوښتي چې د خپلو وسائلو له لارې د ښځو د حقونو اړوند ترغیبي او ترهیبي ګټور مطالب په تحریري او صوتي بڼه په دوامداره توګه خپاره کړي، د ګټورو رسائلو تکثیر او اشاعت ته دې د فن او استعداد خاوندان وهڅوي، تر ممکنه بریده دې ځینې مهمې لنډې رسالې له خپلو وسائلو څخه په استفاده چاپوي، ترڅو د ښځو د شرعي حقوقو په هکله د علماء کرامو توجه جلب، پوهای عام او د روان ظلم مخنیوی اسانه شي.

د طالبانو مشر ویلي چې ستره محکمه دې ټولو محاکمو ته هدایات وکړي ترڅو د ښځو خصوصا د کونډو د حقونو او پر هغوی د ظلمونو اړوند عریضې په اصولي ډول واخلي او په هکله يې عفلت ونه کړي.

هغه ویلي ټول والیان او ولسوالان دې د یادو وزارتونواو سترې محکمې سره د دغه فرمان د تطبیق په بر خه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

په اففغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو څخه څه دپاسه د درې میاشتو له تیریدو وروسته لا هم د نجونو پرمخ د متوسطه او لیسو ښوونځیو دروازې تړلې دي او زیات شمیر افغانانې چې دمخه په کار بوختې وې، اوس په کورونو تاستې دي.