طالبان په کنړ کې د خلګو نه قلنګ غواړي

د کنړ د وټه پور د ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې طالبانو ورته ویلي یا قلنګ راکړی او یا هم کډه وکړی

وسله والو طالبانو د کنړ د وټه پور په ولسوالۍ کې خلګو ته ویلي چې یا دې قلنګ ورکړي او یا دې هم د سیمې نه کډه وکړي.

یو شمیر کورنیو د سیمې نه کډې کړي او مرکز اسد آباد ته تللي دي. دغه کورنیو ویلي چې د طالبانو شرطونه یې نه شو منلی.

یو ځايي اوسیدونکي چې اوس اسدآباد ته کډه شوی امریکاغږ ته وویل: «که څوک برحاله وظیفه کې وي او یا یې وظیفه پرېښې وي نو دوه لکه روپۍ ترې غواړي او یو ماشین غواړي. موږ سره دا نه وو نو څه مو ورکړي وای.»

بل ځایي اوسیدونکي چې خپل د کور پریښیدو ته اړ شوی وویل: «هر څه پاته شول، ځمکه پاته شوه، کور رانه پاته شو او ټول راووتلو.»

دغه کسانوزیاته کړه چې د دې په فکر طالبانو دغه کار د دې لپاره کړی چې په سیمې کې د داعش د ممکنه نفوذ مخه ونیسي.

د کونړ ولایتي چارواکو ویلي چې ددغه ولایت په اوو ولسوالیو کې داعش فعالیت کوي او په یو شمېر سیمو کې دغه ډلې له حکومت سره جګړه پیل کړې ده.

د کونړ د امنیې قوماندان پاسوال جمعه ګل همت امریکاغږ ته وویل چې د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره یې د هوايي او ځمکنیو بریدونو لپاره تیاری نیولی دی.

پاسوال همت زیاته کړه « تاسو ته بهتره معلومه ده چې د کنړ اراضي ټوله غرنۍ اراضي ده . . . او د هوايي او توپچي ځواک څخه پرته عملیات ناممکن دي.»

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه عکس العمل نه دی ښودلی.

ځینو سرچینو امریکا غږته ویلي چې د کونړ په ځینو ولسوالیو کې طالبان او داعش هم د سیمو د نیولو پر سر یو بل ته ګوته په ماشه دي، خو د ډېرو خلکو باور دادی چې زور یې ولسي وګړو ته وځي.

بل پلو ته د کنړ د امنیې قوماندان امریکا غږ ته ویلي چې د وټه پور په ولسوالۍ کې د ډرون په برید کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي دي.

جمعه ګل همت وویل چې برید د یکشنبې په مازدیګر د وټه پور د څپري په کلي کې وشو او په وژل شوو کسانو کې دوه یې د داعش سرګروپان وو.