د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ناروې د بهرنیو چارو وزات له خوا په اوسلو کې ددغې ډلې دپلومات د افغانستان د سفیر په توګه د نه منلو پر پریکړه ناخوښې ښودلې او ویلي دي چې دا ډول پريکړې بايد د هيوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې د ورځې ناوخته ډسمبر شپږم (لیندۍ ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ديپلوماتيکه ښکيلتيا هلته موثره وي چې د لوريو ترمنځ متقابل تفاهم او احترام ته وده ورکړي، که څه هم په ليدلوريو کې اختلافات شتون ولري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په پنځم (لیندۍ ۱۵) اعلان وکړ چې د افغان میرمنواو نجونو په وړاندې د طالبانو د چلند په اعتراض کې به د افغانستان هر نوي استازي ته چې د طالبانو د حکومت له خوا منصوب شي د اعتبار لیک ورکولو څخه ډډه وکړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپن بارت اید، ویلي، که طالبان غواړي نوی سفیر معرفي کړي، "موږ طالبانو ته څرګنده کړې چې په اوسلو کې د نوي افغان سفیر د منلو پوښتنه نشته."
هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې نویو محدودیتونو (په افغانستان کې) په ځانګړې توګه افغان میرمنې او نجونې اغېزمنې کړې دي او له همدې امله ناروې له طالبانو سره خپلې اړیکې کموي."
تر دې وړاندې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د پخواني افغان حکومت د چارواکو له خوا اداره کېده، خو د روان کال د سپټمبر په ۱۲دا سفارت وتړل شو.
د ناروې چارواکو هغه مهال اعلان کړی و چې د طالبانو د حکومت په غوښتنه یې د افغانستان سفارت تړلی دی. خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي قونسلي خدمتونوته لاس رسی د هر وګړي حق بللی دی. هغه ویلي: "قونسلي خدمتونو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی، موږ ټولې غاړې جدي هڅوو چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي".
عبدالقهار بلخي ویلي چې دا ډول پريکړې بايد د هيوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.
طالبانو د ناروې د بهرنیو چارو وزارت دغې پریکړې ته دا غبرګون په داسې حال کې ښودلی چې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپن بارت اید، ویلي چې یوازې یو افغان چارواکی د "قونسلي، ویزو او نورو اړینو چارو" د سمبالولو لپاره مني.
ناروې دغه پریکړه وروسته له هغې کړې چې ځینو سیمه ییزورسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت د کابل د طبي موسسو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې له دې وروسته په تعلیمي موسسو کې د نجونو د نوم لیکل او د زده کړو دوام منع دي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي توګه دا پرېکړه چې ویل کېږي د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر شوی نه ده تائید کړې او نه یې هم رد کړې، ده.
خو، طالبان د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې پوره یوه میاشت وروسته له دې چې په افغانستان کې یې واک ترلاسه کړ په منځني ښونځیو او لیسو کې د نجونو په زده کړه بندیز ولګاوه، او بیا د ۲۰۲۲ په دسمبر کې، نجونې او ښځې په پوهنتونونو کې له زده کړې منع کړې.
په تېرو دریو کلونو کې، چې طالبانو بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په ایران، پاکستان، چین او د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو کې طالبانو ته منصوب دپلوماټان د افغانستان په سفارتونو او ډپلوماتیکو ماموریتونو کې کار کوي.