د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۹۱ نورو افغان کډوالو د خوشې کیدو او افغانستان ته د ستنیدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ فبرورۍ اول (سلواغې ۱۳) د ایکس په ټولنیره شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمیر افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په پاکستان کې د پولیسو له خو نیول شوي او په زندان کې اچول شوي وو.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي: "د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریتونو د معلوماتو پر اساس دا کسان د قانوني اسنادو د نلرلو له امله د پاکستان په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو او د دوو ورځو څخه تر ۲۷ ورځو پورې په حاجي کمپ کې بندیان وو چې د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته واستول شو".
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي دا را خوشې شوي بندیان د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ننګرهار او کندهار ولایتونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی، چې په ترڅ کې یې په دغه هیواد کې د پولیسو له خوا په سلګونو افغانان نیول شوي دي.
پاکستاني پولیسو د روان ۲۰۲۵ کال د پیل سره سم د اسلام اباد په ګډون په ځینو ښارونو کې د افغانانو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو بهیر بیا چټک کړی، چې په ترڅ کې یې په سلګونو افغان کډوال نیول شوي او د لنډې مودې لپاره اسلام اباد سره نږدې حاجي کمپ کې په بند کې د ساتلو وروسته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د جنورۍ شپږم (مرغومې ۱۷) ویلي چې نږدې ۸۰۰ افغانان په خپلسر ډول د پولیسو له خوا نیول شوي او په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي.
دغه سفارت ویلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنیو ترمنځ د جداوالي سبب شوی او اوسمهال د دغسې کورنیو ډیرغړي په سرګردانۍ او خفګان ګې ژوند کوي
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوالو هم ویلي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانانو د نیولو او افغانستان ته د هغوی د ستنولو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې د بخښنې نړیوال سازمان او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ د پاکستان له حکومت غوښتي چې د افغانانو د ځورولو دا لړۍ دې پای ته ورسوي.
خو د رپوتونو له مخې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو او له دغه هیواد څخه جبري ایستلو لړۍ د اسلام اباد بهر نورو ښارونو ته هم غځولې ده.
ددغو۹۱ افغان کډوالو د خوشې کیدو او افغانستان ته ستنیدو دمخه هم په لسګونو نور افغانان په پاکستان کې د توقیف خونو څخه د خوشې کیدو وروسته د تورخم او چمن – سپین قبولدک سرحدي لارو افغانستان ستانه کړای شوي وو.
ددې دمخه د پاکستان د سند په ایالت کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې په تیرو دوو کلنو کې ددغې قونسلګرۍ د هڅو په لړ کې ددغه ایالت له زندانونونو څخه له څلور زرو څخه زیات افغان کډوال چې د پولیسو له خوا نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي وو خوشې کړي دي.
دغې قونسلګرۍ د جنورۍ ۲۲ (سلواغې درېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۲۶۸ افغانان له بند څخه د خوشې کیدو وروسته د طالبانو د حکومت په مصرف افغانستان ته انتقال شوي دي.
د پاکستان لنډ مهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه اعلان کړې وه.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ددغه شمیر ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي. ملګري ملتونه وايي چې ددغه اعلان وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ِوځورول زیات شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته له ۸۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.