شهرزاد اکبر: طالبان دې د بشري حقونو ارزښتونه په رسمیت وپيژني

د بشري حقونو د کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وايي، جګړه په پراخه توګه د بشري حقونو نقضولو لامل شوې او د سولې روانو خبرو کې باید د بشري حقونو معیارونه رعایت شي.

شهرزاد اکبر د سې شنبې په ورځ د دسمبر پر ۱۰مه «لېندۍ۱۹مه» د بشري حقونو د نړیوالې ورځې لمانځنې په مراسمو کې وویل چې د جګړې د پای ته رسولو تر ټولو غوره لار بین الافغاني مذاکرات دي.

اغلې اکبر زیاته کړه چې د غه مذاکرات به هغه مهال په افغانستان کې د دایمي سولې لامل شي چې د خبرو ښکېل اړخونه د جګړې د قربانیانو غوښتونو ته پام وکړي.

نوموړې وویل:"د دې لپاره چې خبرې اترې په دایمي سولې پای ته ورسيږي، بايد دا بهير ټول شموله وي او ښکېلې غاړې د قربانيانو، ښځو او ځوانانو غوښتنو ته غوږ شي، د بشر حقونو د موازينو رعايت په ټولو مراحلو کې د افغانستان د خلکو او زموږ د بين المللي همکارانو د جدي اندېښنې په توګه مطرح شي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې زیانمنو شوو وګړو ته په اشاره ټینګار وکړ چې، د سولې خبرو کې باید "کونډومېرمنو، بې سرپرسته ماشومانو، معلولو وګړو او بې ځایه شوو وګړو" ته لازمه پاملرنه وشي.

په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پیري مایدون هم وویل، چې د بشر حقونو په برخه کې کار کول سولې ته کار کول دي.

هغه زیاته کړه: "د بشر حقونو په برخه کې کار کول سولې ته کار کول دي، کله چې دولت خپل ماشومان هېر کړي هغه ضعيف دولت دی، او کله چې حکومت او جمهوريت له ضرر منونکو هيوادوالو دفاع کوي، هغه جمهوريت ځواکمن دی."

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ یو ځل بیا په قطر کې د امریکايي او طالب استاز ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، چې د سرچینو په وینا په دغو مذاکراتو کې د تاوتریخوالې پر کمېدو، چې بین الافغاني خبرو او اوربند ته زمینه برابره کړي، بحثونه کېږي.