د پښتون ژغورنې تحریک مشران وایي چې طالبانو په واڼا کې خپل پلویان راغونډ کړیدي او د علي وزیر د کور چاپیره د راغونډیدو پلان لري چې هغه ووژني
د تحریک یو مخکښ مشر محسن داوړ امریکاغږ ته وویل چې پرون د سه شنبې په ورځ داسې رپورټونه رارسیدلي دي چې ځاېي طالبانو چې ورته د امن کمیټې نوم هم ورکول شوی، د علي وزیر د کور محاصرې ته روان دي.
محسن داوړ پدې اړه په خپل یو ټویټ کې ولیکل
Alarming situation in Wanna, Taliban in surrounding areas hv planned to attack Ali Wazir residence in his village. Taliban in huge numbers r assembling in Wanna in surrounding areas instead of curfew. If any harm happen to Ali a Wazir and his friends Pak Army will b responsible.
— Mohsin Dawar (@mjdawar) June 5, 2018
"د واڼا وضع د خطرې وړ ده. د چارچاپیرو سیمو طالبانو پلان جوړ کړیدی چې د علي وزیر په کور برید وکړي. په واڼا کې د کرفیو باوجود گڼ شمیر طالبان راغونډ شویدي. که علي وزیر او ملگرو ته یې هیڅ ډول تاوان هم ورسیدو نو د پاکستان پوځ به مسول وي"
کله چې امریکاغږ د محسن دواړ نه دا وپوښتل چې دغه راغونډ شوي طالبان څوک دي نو هغه وویل چې د پاکستان پوځ ورته د امن کمیټې نوم ورکړیدی.
محسن زیاته کړه چې دا وخت د ټولو پلویانو نه غواړي چې د علي وزیر د خوندیتوب لپاره خپل غږ پورته کړي او احتجاج وکړي. هغه دا هم وویل چې د هر ډول تاوان مسول به د پاکستان پوځ وي.
د پاکستان ځینې سیاستمدارنو او د حقونو فعالانو د طالبانو لخوا د علي وزیر د کور د محاصرې د خبر په اړه سخت غبرگون وښودو او د حکومت نه یې وغوښتل چې د علي وزیر د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.
د علي وزیر د خوندیتوب لپاره په ټویټر د علي وزیر خوندي کړئ هیش ټیگ پیل شویدی چې مختلفو کسانو پکې د حکومت نه د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړیده.
افراسیاب خټک چې د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر دی، په خپل ټویټر لیکي چې زه د پاکستان د صدراعظم ناصرالملک، د خیبر پښتونخوا والي ظفر اقبال جگړا نه خواست کوم چې هغوي دې د واڼا په مسله کې خپله برخه رول ولوبوي.
همدغه ډول د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا االدین یوسفزي هم په خپل ټویټر د پښتنو د سیاسي مشرانو اسفندیار ولي خان، سراج الحق، فضل الرحمان او د محمود خان اڅکزۍ نه غوښتي چې په واڼا کې د "ښه طالبانو" د بیا فعالیدو په مسلې د پاکستان د پوځ د مشر سره خبرې وکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون په یوې خبرې کانفرنس کې د پښتون ژغورنې د تحریک په اړه وویل چې د هغوي د پاکستان ضد پروپیگنډ به و نه زغمي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ په پرله پسې دا ادعاگانې کړي دي چې زیاتره سیمه یې د طالبانو پاکه کړیده.