طالبان غواړي په افغانستان کې ۲۵ میلیون نیالګي کینوي

عکس(ارشیف)

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ټاکل شوې د نوي کال په رارسېدو سره په ټول هیواد کې ۲۵ میلیونه نیالګي کېنول شي.

د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد نن سه شنبه فبرورۍ اتمه (سلواغې ۱۹) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ګرم سیرو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شوی چې په وینا یې په ټول هیواد کې به ۲۵ میلیونه مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.

نوموړي زیاته کړه چې له یادو نیالګیو څخه ۶.۲ میلیونه د کرنې وزارت،۱۴.۴ میلیونه د نیال خانو له ټولنې او ۴.۴ میلیون نور له خصوصي سکټور څخه اخیستل کیږي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر همدارنګه وویل چې راتلوونکی کال به په بېلابېلو ولایتونو کې د خرما، شکر پارې، الوبخارا، مڼې، انار، انګور او ګیلاس ۴۸۴۰ جریبه باغونه هم جوړ شي.

نوموړي زیاته کړ چې په کندهار او فراه ولایتونو کې به د مېوو د پروسس او بسته بندې دوې فابریکې هم جوړي شي. هغه وویل چې راتلوونکی کال په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۶زره باغ لروونکو او ترویجي کار کوونکو د روزنې پلانونه هم په نظر کې نیول شوي دي.

په افغانستان کې د نوي کال په رارسېدو سره هر کال زرګونه نیالګي کېنول کیږي، خو د اوبو نه ورکولو او نه پاملرنه له امله بیرته له منځه ځي. خلک ټینګار کوي چې په دې برخه کې د پیسو لګولو ترڅنګ باید د نیالګیو ساتنې ته هم باید توجه وشي.