طالبانو د کابل عیدګاه جومات کې د ګیله‌من وزیر د غایبانه جنازې مخه نیولې

په کابل کې د ګیله‌من وزیر غایبانه جنازې ته راټول شوي خلک

د ګیله من وزیر په غایبانه جنازې کې د ګډون لپاره د کابل عیدګاه جومات ته یو شمیر ورغلي ځوانان وايي چې د طالبانو امنیت ساتوونکو دغه جومات کې د جنازې مخه نیولې او د خلکو د خورولو لپاره یې هوايي ډزې کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او نوموتي ولسي شاعر ګيله من وزير مړی د جولای په ۱۲ مه (د چنګاښ ۲۲مه) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کلي کې د هغه په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

په کابل کې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې یو تنظیموونکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دوی د پنجشبنې په ورځ د عیدګاه په جومات کې د ګیله من وزیر د جنازې ترسره کولو اعلان کړی وو او د همدې اعلان پر اساس، د جمعې په ماسپښین درې نیمې بجې پلان شوې جنازه کې د ګډون لپاره په سلګونو کسان دغه جومات ته ورغلي وو.

خو هغه وویل چې د طالبانو امنیتي ساتوونکي چې له وړاندې د عیدګاه په جومات کې ځای پرځای شوي وو، دغه جومات ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله او د لمونځ کوونکو د خورولو لپاره یې هوايي ډزې وکړې. په دې ډزو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

هغه وویل: "د طالبانو د امنیتي ساتوونکو د مخنیوي سره سره، قهریدلو لمونځ کوونکو په چمن حضوري کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه وکړه."

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډيوګانو کې په لسګونو ځوانان لیدل کیږي چې د کابل ښار په حضوري چمن کې د غایبانه جنازې د لمونځ لپاره راټول شوي دي.

په دغو ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې د کابل عیدګاه جومات مخې ته راټول شویو ځوانانو د ګیله من وزیر عکس په لاسونو کې نیولی او د "لر او بر یو افغان" شعارونه ورکوي.

د کابل پوهنتون استاد او د ژوندون تلویزیون مشر اسماعیل یون د خپل فیسبوک په پاڼه د طالبانو د چارواکو سره د غایبانه جنازې لمونځ ته د اجازې ورکولو په اړه لیکلي: "د لوی افغانستان د ستر ارمانجن او زړور مبارز شهید ګیله من وزیر افغان د غایبانه جنازې، فاتحې او یا د داسې یوې لویې غونډې د جوړېدو په باب، چې په هغې کې بر افغان ولس د لر افغان ولس سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړي او د شهید ګیله من روح ته د دعا لاسونه پورته کړي، له اوسني حاکمیت سره د افغان فرهنګیانو خبرې اترې روانې دي، هر کله چې په دې برخه کې پرمختګ وشو، درنو هېوادوالو ته به خبر ورکړل شي."

ښاغلي یون زیاته کړې: "که د هر ډول مراسمو تر سره کېدل شونې شول، هغه به په خپله پلرنۍ هدیره کې د شهید ګیله من د جنازې تر تدفین وروسته تر سره کېږي. ممکن سبا او یا بل سبا! افغان فرهنګیان هیله من دي اوسنی حاکمیت په دې برخه کې خپل ملي او دیني مسولیت تر سره کړي او افغان ولس ناهیلی نه کړي."

ګیله من وزیر د یکشنبې په ماښام جولاۍ اووم (چنګاښ ۱۷) په اسلام اباد کې د یو شمیر کسانو له خوا په یو برید کې په سر له ګزار خوړلو وروسته، وړمه شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې ساه ورکړه.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې طالبانو ولي د ګیله من وزیر د غیبانه جنازې مخه نیولې. پخپله طالبانو هم په دې اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

په شمالي وزيرستان کې د ګيله من وزير له جنازې وروسته په پاکستان کې دننه او د نړۍ په يو شمېر نور ښارونو کې هم د هغه د غايبانه جنازې لمونځونه شوي دي.

په لندن کې د ګیله من وزیر غایبانه جنازه

د بريتانيې په پلازمینه لندن کې سلګونو کسانو د جمعې له لمانځه سمدستي وروسته د ګيله من وزير د غايبانه جنازې لمونځ وکړ. پر دې مهال ګډونوالو د هغه پر مرګ د غم او غصې اظهار وکړ او د هغه مړينه يې د افغان وطن "لوی زيان" وباله.

لندن کې سلګونو کسانو د جمعې له لمانځه سمدستي وروسته د ګيله من وزير د غايبانه جنازې لمونځ وکړ.

د احتجاجي غونډې ګډونوال عبدالحسيب حکيمي امريکا غږ ته وويل چې ګيله من وزير د ځوانانو لپاره يو الهام وو او د وطن لپاره د هغه په شاعرۍ کې يو لوی درس پروت وو: "ګيله من د خپلې شاعرۍ له لارې پښتنو او افغان ځوانانو ته د وطن د ريښتينې مينې او ازادۍ احساس ورکاوه. هغه د ځوانانو په راويښولو کې ستر رول لوبولی وو."

نوموړي زياته کړه چې ګيله من وزير د "لوی افغانستان د يووالي او پرمختګ ارمانجن" وو او د ژوند په هېڅ پړاو کې له خپل دريځه پر شا نه شو.

پر دې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال قمر زمان جبارخېل امريکا غږ ته وويل چې ګيله من وزير "د افغانستان د جغرافيې او ملي بيرغ شهيد" دی. نوموړي زياته کړه، "ګيله من وزير يوازې د وزيرستان غږ نه وو، هغه د ټول افغانستان غږ وو. هغه د ځوانانو غږ وو. د هغه پر يوې ويډيو او ليکنې به زرګونه ځوانان لاريونونو ته راوتل او د خپل حق غوښتنې به يې کولې. د ده په شاعرۍ کې ځوانانو د وطن درد احساسولای شوای."

احتجاجي غونډې ته يوې افغانې فعالې ډيوې پتنګ هم وينا وکړه او ويې ويل چې ګيله من "د لر او بر د يووالي چيغې" وهلې خو د هغې په وينا، د هغه له مرګ وروسته به اوس دا "چيغه" ټول پښتانه وهي.

د ګیله‌من وزیر د مړینې څرنګوالی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د ګيله من وزير ملګرو پر ټولنيزو شبکو په خپرو شويو ويډيويي بيانونو کې ويلي چې د جولای پر اوومه (د چنګاښ پر ۱۷مه) ماښام مهال پر نوموړي له ۱۰ څخه ۱۵ کسانو د اسلام اباد په اف-۱۷ سيمه کې په داسې حال کې د شا له خوا بريد وکړ چې ګيله من او ملګري يې د يو رستوران مخې ته په پارک کې پر چوکيو ناست ول. دوی زياته کړې چې له دغو کسانو سره لرګي او نورې وسلې وې.

تر هغه وروسته نوموړی د بېهوښۍ په حالت کې د اسلام اباد په يو روغتون کې د درملنې لپاره داخل کړل شو چې د مرګ تر ساعته يې بيا سترګې خلاصې نه کړې او د جولای پر ۱۱مه (د چنګاښ پر ۲۱مه) نيمه شپه ومړ.

له هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د ګيله من وزير جسد په یو کاروان کې له اسلام اباد څخه د پیښور، دره ادم خېل، کواټ، کرک او بنو پر لاره وزیرستان ته ولېږداوه. د هغه د مړي د انتقال پر وخت په دغو ښارونو کې زرګونه خلک د ګيله من وزير د درناوي لپاره لارو ته ور وتلي ول او پر هغه يې ګلونه وشيندل.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر ګيله من وزير د مرګوني بريد په تړاو د اسلام اباد له پوليسو سره د ازاد خان داوړ په نامه د ځمکو د يو سوداګر او سياستوال او د هغه د ملګرو پرضد قضيه ثبت کړې ده.

پوليس وايي چې د مشکوکو قاتلينو خلاف يې عمليات پيل کړي او د هغوی پر دفترونو او کورونو يې چاپې وهلي خو لا هم د بريدګرو په نيولو نه دي بريالي شوي.

دا مطلب هم ولولئ پخوانیو افغان ولسمشرانو، لوبغاړو او هنرمندانو د ګیله‌من وزیر په مړینې خواشیني ښودلې

د افغانستان د پخوانيو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي په ګډون په افغانستان او پاکستان کې دننه او بهر يوشمېر سياستوالو، د حقونو فعالانو، لوبغاړو، ليکوالو او سندرغاړو د ګیله من وزیر پر مړینه خپګان ښوولی دی او هغه يې "د پښتنو د حقونو مبارز او رسا غږ" بللی دی.

ګيله من وزير، چې اصلي نوم يې حضرت نعيم وو، د شمالي وزیرستان د رزمک سيمې د دوسلې تحصيل د اسد خېلو کلي اوسېدونکی وو. نوموړي د خپلو وطني او احساساتي شعرونو او د پاکستان د امنيتي ادارو پر تګلارو د نيوکو لپاره زيات شهرت موندلی وو.

ګیله من وزیر څو ځلې د پاکستان د امنيتي ادارو له خوا ونيول شو او ویلي یې وو چې په زندان کې شکنجه کړل شوی و. هغه ویلي و چې د خپل شاوخوا اته مياشتنې زندان د داستان په اړه "د ۲۱مې پېړۍ دوزخ" په نامه يو کتاب یې هم چاپ ته سپارلی دی.