طالبان د افغان سرتیرو په خوشې کولو کې پاتې راغلي- افغان حکومت

طالبانو په لغمان، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر افغان ځواکونه پرېښي دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبان د شوې موافقې له مخې د بندي افغان سرتیرو په خلاصولو کې پاتې راغلي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید جاوید فیصل نن دوشنبه مې۱۱(غويي۲۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو تر دا مهاله ۱۷۱ بندیان ازاد کړي چې په وینا یې یوازې ۱۰۵ تنه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

هغه وویل چې افغان حکومت تر دامهاله د طالب بندیانو ازادولو په اړه د شوي موافقې مطابق روان دی او تر اوسه یې ۱۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د موافقې له مخې طالبانو چې باید د خپلو پنځو بندیانو پر سر یې د افغان حکومت یو بندي ازاد کړی وای، مخته نه دي تللي.

امنیت شورا وایي طالبانو باید د خپلو ۱۰۰۰ بندیانو په مقابل کې تر دا مهاله د افغان حکومت ۲۰۰ بندیان ازاد کړی وای.

جاوید فیصل وویل د دې لپاره چې د افغان حکومت لخوا د پاتې بندیانو ازادولو بهیر پيل شي طالبان باید له خپلو زندانونو څخه ۲۰۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ازاد کړي.

جاوید فیصل په دې اړه وویل: "که چیري طالبان دهغه پنځه ـ یو تناسب په اساس مخته ولاړ نشي، موږ هیڅ مکلفیت نه لرو چې مخته ولاړ شو. مهمه داده مخکې له دې چې موږ له ۱۰۰۰ تنو څخه زیات بندیان ازاد کړو طالبان باید دامنیتي او دفاعي ځواکونو ۲۰۰ سرتیري باید ازاد کړي."

امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو تر دا مهاله په کندهار، لغمان، کندز، هرات او بادغیس کې د سلګونو بندي افغان سرتیریو د ازادېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو ویلي چې دغه بهیر ته به دوام ورکړي.

د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان-امریکا د ګډې اعلامیې یوه مهمه برخه ده.