د ارزګان چورې ولسوالۍ کې طالبان په شاتمبول شوي

د تیرو څو ورځو راهیسې د ارزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ملي پوځ مقامات وايې چې د تیره شپه د افغان او نړیوالو قواوو په عملیاتو کې د ارزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او د دې ولسوالۍ د سقوط خطر لمنځه تللی.

چوره ولسوالۍ په تیرو دو اونیو کې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ د لویو نښتو شاهده وه چې آن یو ځل يې وسله وال طالبان د ولسوالۍ تر بازار پوري هم ورسیدل.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسی اشنا رادیو ته وويل چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو او د قاطع ماموریت په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

نوموړی زیاته وي چې د څلورمي لوا د قومندان په مشری په سیمه کې نظامي عملیات لاهم دوام لري او د چورې ولسوالی په ګڼو سیمو کې نوي امنیتي پوستې جوړي شوي او تازه دمه سرتیري پکې ځای پر ځای شوي.

ښاغلي عیسی وویل" افغان ګډو ځواکونو د قاطع ماموریت د هوايي قواوو په ملاتړ د چورې ډيري سیمې د دښمن له حضور څخه پاکې کړي او نوي امنیتي پوستې په مهمو سیمو کې ځای پر ځای شوی، تیره شپه ۱۲ وسله وال د قاطع ماموریت په هوايي بریدونو کې وژل شوي او دغه راز ځمکنیو عملیاتو کې د چاویدونکو توکو ډک دوه بایفور موټر او ۳۰ کړۍ د سړک د غاړي ماینونه هم لمنځه وړي".

چوره ولسوالي د ولایتي مرکز ترینکوټ سره په ختیځه برخه کې څنګ لورې ولسوالي ده چې د کندهار او زابل ولایتونو له نا امنیه سیمو سره ګډه پوله لري.

وسله والوطالبانو د چورې ولسوالۍ د تازه نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.