طالبانو د انعکاس تلویزون د 'مشر په کور چاپه اچولې'

تر دې مخکې هم د انعکاس تلویزون په همکارانو بریدونه شوي وو او ځینې یې وژل شوي او ژوبل شوي وو

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون وايي‌ چې وسله والو طالبانو په ننګرهار کې د «انعکاس تلویزون» د مشر زلمي لطفي په کور چاپه وهلې ده.

وسله والو طالبانو د هغه له کور څخه د هغه «موټر او د دفتر وسائیل» وړي‌ دي.

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې دا برید غندلی دی او له طالب مشرانو څخه یې غوښتي دي‌ چې رسنیو ته درناوی وکړي.

دا فدراسیون وايي‌ په خپله زلمی د چاپې په وخت په کور کې نه و او ښايي پوهېده چې داسې کوم کار به کیږي. دا پېښه تېره ورځ اګست ۲۰ (زمري۲۹) شوې ده.

د ژورنالستانو د نړیوال فدراسیون د اعلامیې په اساس د هغه له کور څخه «وسلې» هم وړل شوې دي.

دا ټولنه وايي سره له دې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل خبري کنفرانس کې د عمومي بخښنې او عفوې اعلان وکړ خو وايي چې د پردې تر شاه «د خبریالانو د کورونو پلټل او په مطبوعاتو او خبریالانو باندې بریدونه روان» دي.

تر دې مخکې د انعکاس راډیو تلویزون باندې بریدونه هم شوي وو او د «ملاله میوند» په ګډون یې یو شمېر کارکوونکي وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

لا طالبانو نه دي ویلي چې ولې یې د هغه په کور چاپه اچولې ده.

تېره ورځ د جرمني خبري‌اژانس دویچه وله وویل چې په افغانستان کې د دغه اژانس د ځینو خبریالانو کورونه پلټل شوي او د یو همکار یو خپلوان یې وژل شوی دی.

طالبان تېره یکشنبه کابل ته داخل شول.