د نجونو پرمخ تر ثاني امره د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په وړاندې د عامو افغانانو او نړیوالو د پراخ غبرګون ترڅنګ د طالبانو د حکومت یو شمیر چارواکو او ملاتړو هم غبرګونونه ښودلي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي پورې اړوند ټویټر حساب کې، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو بندولو د پرېکړې په هکله، په دغه شعر غبرګون ښودل شوی دی: "زه ولاړ یم ټیټې سترګې لاس تړلی...بې وسي ده سمه ډیره بې وسي ده."
شفیع الله اعظم چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت فعال کارکونکی دی، پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: "خدایه! ته مو هغو حریفانو ته مه شرموه چې همدې کابل کې مو ورسره ستا ددین او نظام پرسر حتی د دښمنۍ پولې ماتې کړې."
د کابل پوهنتون استاد او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو مشهور ملاتړي، فیض ځلاند د دغې پریکړې په هکله په خپلې پاڼې د محصلو نجونو یو عکس خپور کړی.
هغه همدارنګه لیکلي: "دا حالت د زغملو نه دی. په ټوله اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې په دغه لباس محجبې خویندې، لوڼې نشته."
دا حالت د زغملو نه دی🥹ټوله اسلامی او غیری اسلامی نړۍ کی په دغه لباس محجبې خویندې،لوڼې نشته!په حجاب کې، په اسلامي چاپیریال کې د ښوونځیو بندول په څه مانا؟موږ به دا هر څه بدلوو! په نره، په ډګر 🥹یا رب توفیق 🌹 pic.twitter.com/akJQELQa0e
— Faiz Zaland (@zalandfaizm) December 21, 2022
د ابدالي کندزي په نامه د طالبانو پلوۍ ټويټرپاڼه کې لیکل شوي: "ځینې تصمیمونه یقینا د بې اطاعتۍ لامل ګرځي. تر امر ثاني معنی ترپسرلي پورې ورته ژمن یم له هغه وروسته که سل ټاپې ووهي د نظام ملاتړ در پاتې شو، خپله خواري به شروع کړو."
د رحیم سکندر په نامه د طالبانو غړي په غیرمستقیه بڼه خپل مخالفت څرګند کړی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: "حضرت عمر رض خپلو مسئولینوته دوه سپارښتنې کړې وې: مسلمان مه وهئ چې ذلیل نشي، له خپلو حقونو څخه یې مه محروموئ چې کفر ته مجبور نشي."
د حیران ساپي په نامه د طالبانو یو ملاتړي لیکلي: "درباریانو! دا انټرنټ او تلویزیون ته یې هم ورفکر کړئ. چې دا د کفارو دسیسې هم بندې شي. یو وار به د نړۍ له دغو پیغورونو خلاص شو."
که څه هم طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د ښځو په زده کړو او کار بندیز لګولی و، خو زیات شمیر غړي یې دا وخت د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د حقونو ملاتړ کوي. دا چې د طالبانو د حکومت دغه پرېکړه به د دغو غړو پر دریځ په راتلونکي کې څه ډول اغیز وکړي، هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.