طالبان: د 'غیرناټو عمده متحد' موقف لغو کیدو ته اندېښنه نلرو 

د طالبانو حکومت وايي د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د هغه پريکړې په اړه چې وايي، د غیر ناټو د عمده متحد په توګه به د افغانستان موقف لغوه کړي هيڅ اندېښنه نلري٠

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نن پنجشنبه جولاى اوومه (چنګاښ ١٦) ويلي چې دغه عنوان نه د افغانستان په ګټه دى او نه د هغه بيرته اخيستلو په اړه اندېښنه لري٠

هغه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي :"‏تیر شل کاله افغانان تر همدې عنوان لاندې وځوریدل او کومه ښه خاطره نه ورڅخه لري."

خو د طالبانو وياند ويلي چې د دوى حکومت "په دیپلوماتیکه او تجارتي" برخه کې غواړي چې له ټولو هېوادونو سره "ښې، مثبتې او د باور وړ" اړیکې ولري٠

تيره ورځ هم د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده د لوى اختر په مناسبت پيغام کې وويل:"موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خير بولو"

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جو بایډن د هغه هیواد د کانګرس د دواړو مجلسونو مشرانو ته د یو لیک په استولو سره ویلي دي چې غواړي د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان موقف لغوه کړي.

سپینې ماڼۍ د جولای ۶ (چنګاښ ۱۷) د کانګرس مشرانو ته په استول شوي لیک کې د جمهور رئیس بایډن په نقل ویلي:" غواړم د غیر ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان د موقف د لغوه کیدو په اړه تاسې ته خبر درکړم."

بایډن په داسې حال کې دغه پریکړه کوي چې افغانستان په تیرو شلو کلونو کې له ترهګرۍ او طالبانو سره په جګړه کې د امریکا ستر متحد هیواد پاتې شوی وو.

متحدو ایالتونو په ۲۰۱۲ میلادي‌کال کې افغانستان د غیر ناټو د عمده متحد په توګه اعلان کړ او د کابل او واشنګټن لپاره یې زمینه مساعده کړه چې خپلې اقتصادي او دفاعي اړیکي وساتي.

د متحدو ایالتونو د قوانینو له مخې، د امریکا بهرني متحدین کولی شي د دفاع، تجارت او امنیتي همکاریو په برخه کې له مشخصو ګټو برخمن شي.

دا موقف متحدو هیوادونو ته اقتصادي او نظامي امتیازات ورکوي خو هیڅ ډول امنیتي تعهد یې په وړاندې نلري.

ددغه موقف پر اساس، د امریکا متحد هیوادونه د اکمالاتي او مادي پورونو پر شرایطو برابر دي او د یو موقعیت په توګه د امریکا د جنګي احتیاطي زیرمو لپاره کارول کیږي.

پر دې سربیره د متحدو هیوادونو خصوصي شرکتونه کولی شي د ترمیم، حفظ او مراقبت او د امریکایي نظامي تجهیزاتو د اساسي ترمیم لپاره قراردادونه ترلاسه کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان ددې موقف په لغوه کیدو سره به متحده ایالات د غیرناټو ۱۸ عمده متحدین ولري چې ارجنټاین، استرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر ، اسراییل، جاپان، اردن، کویټ ، مراکش، نیوزیلنډ، پاکستان، فیلیپین، قطر، جنوبي کوریا، تایلنډ او تونس دي.

د افغانستان جګړه د متحدو ایالتونو په تاریخ کې ددغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه وه چې ۲۴۶۱ امریکایي پوځيان پکې ووژل شول او څه باندې ۲۰ زره نور ټپیان شول.

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه لا په کابل کې وو طالبانو وکړای شول پر ټول افغانستان یو ځل بیا ولکه ټینګه کړي او د محمد اشرف غني په مشرئ جمهوري حکومت ړنګ کړي.

د متحدو ایالتونو په وتلو سره نه یوازې په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان په میلیاردونه ډالر کنګل شول بلکې له هغه هیواد سره نړیوالې مرستې هم بندې شوې.

افغانستان په تیرو شلو کلونو کې تر ډیره په نړیوالو مرستو متکي وو.

امریکا که څه هم اوس په افغانستان کې نظامي حضور نلري خو په افغانستان کې یې د بشري کړکیچ د مخنیوي لپاره ۷۷۴ میلیونه ډالره مرسته کړېده.