طالبان وايي د سولې مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي

په داسې حال کې چې افغان حکومت د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې کې طالبانو ته په رسمي ډول د بلنې پرېکړه لا نه ده کړې، طالبان وايي، په دغه جرګه کې ګډون نه کوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۱مه» رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې دا ډول پروسې دوی ته د منلو وړ نه دي او نه یې هم پرېکړې مني.

په بیان کې ویل شوي:"اسلامي امارت د خپل اولس په استازیتوب دغه ډول جعلي جرګه او په کې ګډون کول ردوي او له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې په دې حساس تاریخي پړاو کې د دښمنانو د دسیسو ښکار نشي او په دا ډول نمايشي جرګو کې ګډون ونه کړي."

پر همدې مهال د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدو کمېسیون وايي، چې تر دامهاله طالبانو ته په دغه جرګه کې د ګډون بلنه لا نه ده ورکړل شوې.

د دغه کمېسیون یوه ویاند علي کاظمي د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې په دغه جرګه کې طالبانو ته د بلنې په اړه د حکومت لخوا چمتووالی نیول شوی او زیاته یې کړه چې اړتیا ده په دغه جرګه کې د طالبانو استازي ګډون وکړي.

ښاغلي کاظمي زیاته کړه:" زه هیله من یم چې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې تر سره کېدو ورځې ته په نژدې کېدو سره، موږ یوې پایلې ته ورسېږو چې د طالبانو اسلامي تحریک ته بلنه ورکړل شي".

د دغه جرګې د غړو د ټاکلو لپاره له تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ټاکنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې پر ۱۷مه نېټه د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدو کمېسیون مشر عمر داودزي له طالبانو وغوښتل چې تر خپل کنټرول لاندې سمیو کې خلکو ته اجازه ورکړي چې په دغه جرګه کې ګډون وکړي.

ښاغلي داودزي همدارنګه زیاته کړې وه چې طالبان هم باید د افغانانو په توګه په دغه جرګه کې د ګډون له حقه محروم پاتي نشي.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه چې ۲۵۰۰ تنه پکې ګډون کوي ټاکل شوې د راتلونکي ثور میاشتې پر ۹مه نېټه تر سره شي، چې څلور ورځې به دوام ولري.

افغان حکومت ویلي، چې د دغه جرګې د مشورو په ترڅ کې به له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره حدود وټاکل شي چې حکومت به په راتلونکې کې د دغه مشورو په رڼا کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.