طالبان: د یوناما وروستی راپور له 'واقعیتونو لیرې او عقده مندانه' دی

طالبانو افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سړغړونو د دوام په اړه د یوناما راپور ته په غبرګون کې دا راپور رد کړی او ویلي دي چې داسې څرګندونې د اسلامي شریعت د احکامو ښکاره بې احترامي ده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وروستي راپور ته په غبرګون کې ددغې ادارې د راپور ځینې محتویات د اسلامي شریعت د احکامو "ښکاره بې احترامي" بللې ده.

حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ اګست اول ( زمري ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې یوناما باید د افغانستان مسلماني ټولنې معتقداتو او باورونو ته درناوی ولري.

هغه ویلي: "دلته شرعي قوانین نافذ دي، د هرچا شرعي حقوق تامین دي او موږ د افرادو او اتباعو حقوقو ورکولو ته د یوې شرعي او دیني وجیبې په سترګه ګورو نو ځکه موږ دا راپور ردوو. د یوناما وروستی راپور چې په یوه برخه کې یې د اسلامي شرعي احکامو پلي کېدل د بشري حقونو نقض بلل شوی، چې داسې څرګندونې د اسلامي شریعت د سپیڅلو احکامو ښکاره بې احترامي ده او د مسلمانانو احساسات ژوبلوي."

یوناما په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه په یو راپور کې چې د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۳۰ ( زمري نهم) خپور شو، ویلي چې په دغه موده کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو څخه سرغړونو دوام موندلی دی.

یوناما په دغه راپور کې، په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په تړاو د ښځو د حقونو، ملکي تلفاتو، د طالبانو د حکومت د کوکنارو د فصل له منځه وړلو عملیاتو، د سرحد په اوږدو کې نښتو، د رسنیو د ازادۍ، د پخواني جمهوري رژیم د کارکوونکو د شکنجې، وژلو او نیولو، تعزیري سزاګانو او د عدالت د پلي کیدو اړوند مسئلو ته ځای ورکړی دی.

د يوناما په راپور کې ویل شوي، ددغه دفتر د بشري حقونو څانګې د اپریل د میاشتې له اول څخه د جون د میاشتې تر ۳۰ پورې د خپلسر نیولو او زنداني کولو لږ تر لږه ۶۰ پیښې ثبت کړي دي.

یوناما ویلي: "لږ ترلږه لس دغسې پیښې د شکنجې او ناسم چلند، شفاهي ګواښلو او د پخواني رژیم د مامورینو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو د وژلو لږ ترلږه پنځه پیښې چې څلور یې د ناپیژاندو کسانو له خوا او یوه یې د طالبانو د مقاماتو له خوا ترسره شوې، ثبت کړي دي."

په دې راپور کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د فزیکي سزاګانو د دوام یادونه شوې او ویل شوي یوناما د اپریل د میاشتې له اول څخه د جون د میاشتې ترپایه په عام محضر کې لږترلږه د ۱۷۹ کسانو چې ۱۴۷ یې سړي، ۲۸ ښځې او څلور هلکان په کې شامل وو د فزیکي سزاګانو په تړاو پیښې ثبت کړي دي.

یوناما ویلي چې ددغو سزاګانو په لړ کې د جون د میاشتې په څلورمه په یوه ورځ ۶۳ تورونو ته چې ۴۸ یې سړي او ۱۵ یې ښځې وې د سرپل ولایت په مرکز کې سزا ورکړي دي.

په دې راپور کې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا د اپریل په ۱۲ د پخواني رژیم د قوانینو د لغوه کیدو او پرځای یې د اسلامي شریعت د نافذیدو یادونه هم شوې ده.