طالبانو د پوهنې وزارت او پنجشیر ولایت مقام لپاره نوي کسان ګمارلي 

نورالله منیر چې د طالبانو د پوهنې وزارت څخه بدل شوی

د طالبانو امیرالمومنین ملا هبت الله د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۰ (وږي ۲۹) په یو فرمان کې د پوهنې د سرپرست وزیر نورالله منیر په ګډون یو شمیر کسان د خپل حکومت د کابینې او ولایتونو په سطحه له وظایفو بدل او پر ځای یې نور کسان ګمارلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغو تغیراتو د لست په خپرولو سره ویلي دي چې دا تغیرات د هغوی د مشر په لارښونه راغلي دي.

په دغو تازه تغیراتو کې د کندهار د ولایتي شورا مشر مولوي حبیب الله آغا د طالبانو د «پوهنې د سرپرست وزیر نورالله منیر پر ځای ګمارل شوی او مولوي منیر د مرکزي دارالافتا د لوی ریاست د رئیس» په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي منیر شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په روزګان ولایت کې خبریالانو ته وویل چې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي په اوسنیو شرایط کې نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

دا تر اوسه روښانه نده چې مولوي منیر د همدې څرګندونو له امله له خپلې دندې بدل شوی که کوم بل علت دی. طالبانو ددغو تغیراتو د علت په اړه څه ندي ویلي خو په تازه بدلونونو کې ۱۳ کسان د مرکز او ولایتونو په سطحه بدل شوي دي.

د تیر یو کال په جریان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د افغانستان د پوهنې سیستم د بحث پر یوې مهمه موضوع بدل شوی دی.

طالبانو دوه لسیزې مخکې هم کله چې پر افغانستان واکمن وو اکثریت نجونې له تعلیم څخه بې برخې کړې وې خو بیا یې له هغه وروسته ویل چې په پالیسو کې یې بدلونونه راغلي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په لومړیو کې وویل چې ټول ښوونځي به په مارچ میاشت کې پرانیستل کیږي خو اوس هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو اکثریت ښوونځي بند دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، طالبان اوس وایي چې هغوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د‌ پرانیستل کیدو لپاره پر یو پلان کار کوي خو تر اوسه یې دقیق وخت ندی ورکړی.

طالبانو او یو شمیر دیپلوماتیکو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې تیره اوونۍ په کندهار کې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د حکومت د کابینې غونډه وشوه.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ددې غونډې د جوړیدو د تائید په اړه د رویټرز پوښتنې ته تر اوسه ځواب ندی ویلی.

په تازه تغیراتو کې همدارنګه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستیال ملا محمد محسن هاشمي د پنجشیر د والي په توګه ټاکل شوی او د پنجشیر پخوانی والي محمد شعیت اخند د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی دی.

بلخوا د ملي مقاومت جبهې ویلي دي چې هغوی به په پنجشیر کې د طالبانو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

طالبانو تیره اوونۍ وویل چې د هغوی ځواکونو په پنجشیر کې د مخالفینو د څلورو قومندانانو په ګډون د مقاومت جبهې ۴۰ غړي وژلي دي، بلخوا مقاومت جبهې هم ادعا وکړه چې شاوخوا ۸۹ طالب جنګیالي یې وژلي دي.