د شهباز شریف څرګندونو ته د طالبانو غبرګون؛ افغانستان چا ته ګواښ نه دی

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت، د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه)‌ د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو په ردولو سره وویل چې د طالبانو حکومت د ګاونډیو هېوادونو د ټولو مثبتو سیاستونو حمایت او هرکلی کوي. عکس - ارشیف

د طالبانو حکومت یو ځل بیا د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغه څرګندونې رد کړي دي چې ویلي یې و په افغانستان کې یو شمېر ترهګریزې ډلې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي.

د پاکستان صدراعظم د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې وویل چې د داعش خراسان ډله، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)،‌ د القاعدې شبکه، د ختیځ ترکمنستان اسلامي غورځنګ، د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ او انصارالله ډلې په افغانستان کې فعاله دي‌ او د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته یې ګواښ متوجه کړی دی.

هغه وویل: " لنډمهاله حکومت [طالبانو حکومت] باید په افغانستان کې دننه د ټولو تروریستي ډلو له منځه وړلو لپاره په ځانګړي ډول د هغو تروریستي ډلو پر وړاندې چې په ګاونډیو هیوادونو کې د تروریستي فعالیتونو مسوولیت لري اغیزمن او کوټلي اقدامات ترسره کړي. "

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت، د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه)‌ د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو په ردولو سره وویل:‌ "افغانستان د هیچا په وړاندې خطر او تهدید نه دی. موږ په افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو او نه څوک پرېږدو چې د افغانستان له خاورې نورو ته تهدید متوجه کړي."

فطرت زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د ګاونډیو هېوادونو د ټولو مثبتو سیاستونو حمایت او هرکلی کوي.

د شهباز شریف په وینا هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له خوا د مخ په زیاتیدونکي تروریستي ګواښ سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې په مرسته به د دغې تروریستي څپې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي‌.

هغه په پاکستان کې د "عزم استحکام" په نوم روانو عملیاتو ته په اشارې وویل چې له دې لارې غواړي په دغه هیواد کې دننه د تروریستي ډلو فعالیتونه له منځه یوسي.

له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو څو ځل په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړی دی خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي‌ دي‌ او په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان د ډلې د وسله والو د شتون په اړه د پاکستان ادعاوې بې بنسټه بللي‌ دي.

د طالبانو په وینا ټي‌ټي‌پي‌ په پاکستان کې دننه مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې دي او له هغو سیمو په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.