متقي: ۱۲۰ افغانان د سودان د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې بند پاتې دي

په سودان د نښتو د دوام سره هممهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، چې لږترلږه ۱۲۰ افغانان سودان کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې بند پاتې دي.

ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۳ ( ثور درییم) د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د سودان څخه د دغو افغانانو د ایستلو لپاره هڅې کوي.

ښاغلي متقي سودان کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې د بند پاتې شوو افغانانو په اړه نور معلومات ورنکړل. تراوسه لا په جګړو کې د بند پاتې شوو افغانانو د وضعیت په اړه معلومات نشته دی.

د سودان د پوځي مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د مشر محمد حمدان داګالو تر منځ نښتې د اپريل په ١٥مه نېټه ددې هیواد د سياسي راتلونکي او په پوځ کې د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د ځواکونو د ادغام پر پلان له څو مياشتني کړکیچ وروسته پيل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په خرطوم او شاوخوا سیمو کې د دغې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

بهرنيو هېوادونو له سوډان څخه د خپلو اتباعو او دپلوماتانو د ايستلو هڅه کړې، خو داسې ښکاري چې د ايستلو بهیر خورا خطرناک دی، ځکه چې د خرطوم د استوګنې سيمو په ګډون په مختلفو ځایونو کې د پوځ او ملېشو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د سودان د جګړې له دواړو خواوو غوښتي، چې اوربند وکړي څو "سودانیان وکولای شي‌ له خپلو کورنیو سره یوځای شي" او د ارامې ساه واخلي.

همداشان انټوني بلنکین په سودان کې د ښکیلو خواو ترمنځ د اوربند د غځیدو غوښتنه کړې ترڅو د ښاغلي بلنیکن په وینا ددغه هیواد خلکو ته د نور زیان د رسیدلو مخه ونیول شي. په وروستیو ورځو کې سعودي عربستان په دې توانیدلی دی، چې خپل یو شمیر اوسیدونکي له سودان څخه وباسي.

طالبانو حکومت دمخه په سودان کې د دوو ښکیلو غاړو ترمنځ د نښتو په دوام خواشیني ښودلې وه او د دغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښکیلو غاړو غوښتي و، چې له زغم څخه کار واخلي او شته ستونزې په خبرو او مشورو هوارې کړي.