طالبان: تیرکال د افغانستان ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارده ډالر وو

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره په تېر ۱۴.۲لمریز کال کې د افغانستان ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارده ډالر وو، چې د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ فیصده زیاتوالی په کې راغلی وو.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارده ډالر وو، چې د مخکیني کال (۱۴۰۱) په پرتله ۲.۷ فیصده زیاتوالي ښیي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ اګست اووم (زمري ۱۷) د طالبانو د حکومت له خوا رسنیو له لارې ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې خبریالانو ته وویل چې تیرکال په افغانستان کې پنځه میلیونه او ۲۰۶ ټنه غله تولید شوې وه، چې د مخکیني کال پرتله ۱۴.۴ فیصده زیاتوالی په کې راغلی وو.

ددغې ادارې د احصایې د مرستیال عصمت الله حکیمي وویل: "په تېر کال کې (۱۴.۲لمریز کال) د هېواد ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارده ډالر وو، چې د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالي ښیي."

ددغې ادارې د جغرافیوي معلوماتو عمومي رئیس عبدالمتین سالک خبریالانو ته وویل چې تیرکال افغانستان کې د پنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه وو، چې د اوړم کال په پرتله په ترتیب سره، ۱۳.۲ او ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیر محمد زیار وویل چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان د وګړو شمیر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی، چې ۱۸.۲ میلیونه یې نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي.

هغه وویل: "د دغې سرشمېرنې له مخې ۹.۲ میلیونه وګړي په ښارونو او ۲۵ میلیونه نور یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي".

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي مرکز چارواکو په دغه خبري کنفرانس کې په بېلابېلو برخو کې د سروې ګانو په لار اچول، ۴ میلیونه ته، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش شمېر رسول، په کابل، بلخ، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت د څانګو فعالول، په ایران، پاکستان، سعودي عربستان، او ترکیې د اسان خدمت څانګو پرانیستل، د هرات په شین ډنډ، د ننګرهار په شینوارو، د غزني په مقُر، د بلخ په بلخ او د بدخشان په کیشم او راغستان ولسوالیو کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش څانګو پرانیستل؛ په روان کال کې د دغې ادارې په مهمو لومړیتوبونو یاد کړل.

دغې ادارې تیرلمریز کال کې د ناخالص تولید کې د ۲.۷ فیصده زیاتوالي په اړه دا معلومات په داسې حال کې ورکړي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې پر افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله باندې د طالبانو د شمر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د بندیز د لګولو وروسته په دغه هیواد کې بزګرانو عاید ډیر کم شوی دی.

د امریکا د سولې انستیتوب د طالبانو د مشرله خوا د کوکنارو د کښت د منع کیدو د اعلان په اړه ویلي چې که څه هم دا پریکړه په نړیواله کچه ستایل شوې، خو دا بندیز هغه میلیونه افغانان چې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او د معیشت لپاره د کوکنارو په کرکیه متکي دي لا نیستمن کړي دي. دغه انسیتیوت ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا د کوکنارو پرکرکیله بندیز تر اوو میلیونو پورې بزګرانو په عاید باندې اغیزه کړې ده.