طالبان: ملا حسن اخند بیرته خپل کار ته ستون شوی

.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند یې د شاوخوا دوو میاشتو درملنې او رخصتیو وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته په ارګ کې خپل دفتر ته ستون شوی دی.

ښاغلي کریمي د دوشنبې په ورځ جولای ۱۷(چنګاښ ۲۶) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې ملا حسن اخوند د طالبانو د مشر په امر بېرته کابل ته ورغلی دی.

کریمي وویل: "محترم الحاج ملا محمد حسن اخند نن سهار له کندهار څخه کابل ته را ستون شو. محترم رئیس الوزراء په کندهار کې له استراحت او تداوي وروسته نن سهار دوشنبه ... بیرته د هیواد پایتخت کابل ته راستون شو."

بلال کریمي ویلي چې ملا محمدحسن اخوند به د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا په توګه خپلو کارونوته دوام ورکړي.

تراوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د ملاحسن اخوند د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې هغه د زړه په ناروغۍ اخته دی او تراوسه یې دوه ځلې عملیات هم کړي دي.

د ملامحمد حسن اخوند د ناروغۍ د راپورونو د خپریدو وروسته د مې ۱۶ (غوایي۲۶) د طالبانو حکومت اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د ملا حسن اخوند پر ځای مولوي عبدالکبیر د رئیس الوزرا د سرپرست یا کفیل په توګه ټاکلی دی.

مولوي عبدالکبیر د طالبانو په کابینه کې د رئیس الوزرا مرستیال و او واک ته تر رسیدو وړاندې په قطر کې د طالبانو د مرکچی ډلې غړي هم و. د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا د وروستي ځل لپاره په کندهار کې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په ملاقات کې راڅرګند شوی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه ددغې کتنې په اړه لیکلي و چې آل ثاني او د قطر د استخباراتو مشر عبدالله الخلفي او ورسره ملګري پلاوي له محمد حسن اخند سره په کتنې کې ددغه هېواد د لا زیاتو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

مجاهد ویلي چې محمد حسن اخند په دغه کتنه کې د قطر د مخکنیو همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې له قطر څخه د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

قطر له پخوا څخه طالبانو ته په دوحه کې سیاسي دفتر ورکړی او له دغه ډلې سره نږدې اړیکې پالي.