د پاکستان له زندانونو ۶۶ نور افغان بندیان خوشې شوي

عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (جوزا درییم) د سیند د ایالت له زندانونو څخه د ماشومانو په ګډون ۶۶ افغان بندیان خوشې او د خوشې کیدو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولې اعلامیه کې ویلي، چې دغه خوشې شوې بندیان د طالبانو د حکومت په مصرف د چمن – سپین بولدک له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

ضیا احمد تکل ویلي: "د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه تر ۲۳۴۲ تنو پوري افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد شوي او خپل هیواد ته را ستانه شوي دي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پولیسو له خوا ددغو افغان کډوالو د نیولو او په بند کې د اچولو د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه پاکستاني رسنیو د تیر میلادي کال ډسمبر په میاشت کې ویلي و، چې ددغه هیواد د سند د ایالت پولیسو په سلګونو افغان کډوال په پاکستان کې د قانوني د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نه لرو په تور نیول او په زندان کې یې اچولي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اپریل ۲۹ (ثور نهم ) هم د سند د ایالت له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۶ افغان بندیانو خوشې کیدو خبر ورکړی و.

ددغو ۶۶ بندیانو د خوشې کیدو پر مهال په کراچۍ کې د طالبانو له خوا ګمارل شوي سرکونسل مولوي عبدالجبار تخاري په یو ویډیوي پیغام کې د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دې بنده کړي.

دغه راز مولوي تخاري د پاکستان د حکومت څخه غوښتي، چې ددغه هیواد په زندانونو کې بندې افغانان دې ژر ترژره خوشې کړي. خو هغه دا نه دي ویلي، چې اوس مهال څومره افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو د شتون خبر هغه مهال په سیمه ییزو رسنیو کې په پراخ ډول خپور شو، چې په یوه ویډیو کې د زندان په یوه خونه کې کوچني افغان ماشومان د افغان میرمنو سره یوځای په خنځیرونو تړلي لیدل کیدل.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه افغان کډوال د مهاجرت په قانوني اسنادو او په سلګونو زره نور د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.