طالبان: امریکا په ګډون څو نړیوال شرکتونه د افغانستان له فضايي قلمرو څخه کاراخلي

عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د افغانستان له فضا څخه د نږدې دوو کلنو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو او ځینو اروپايي هیوادونو د ملکي الوتکود تیریدو د پریکړې هرکلی کړی دی.

ددغه وزارت ویاند امام الدین احمدي، ملي تلویزیون ته، چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ملکي هوايي چلند د فدارالي ادارې (FAA) د دې پریکړې دمخه هم ځینو امریکايي هوايي شرکتونو ملکي الوتکو د لویدیځ او ختیځ ترمنځ د الوتنو پر مهال د افغانستان له هوايي قلمرو څخه کار اخیسته.

ښاغلي احمدي ویلي:" مونږ ډاډ ورکوو هغه خدمتونه، چې په بهرنیو هیوادونو کې د هوايي چلند د ادارو له خوا ملکي الوتکو ته وړاندې کیږي په افغانستان کې به هم هغه خدمات وړاندې کیږي. مونږ کوښښ کوو، چې ملکي الوتکو ته ښه خدمات وړاندې کړو او هڅه کوو، چې نور هوايي شرکتونه هم جذب کړو".

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضايي قلمرو څخه د ۱۱۰- ۱۲۰ ترمنځ ملکي الوتکې تیریږي، چې هره الوتکه افغانستان ته تر ۷۰۰ امریکايي ډالرو پورې د حق العبور محصول ورکوي.

ښاغلي احمدي وايي په دې الوتکو کې د امریکا د متحده ایالاتو د یو ایس ایرلاین، د برتانیا د هوايي کرښې بریټش ایرویز، هندوستان د هوايي کرښې انډیان ایرلاین، د روسیې د هوايي کرښې ایرفلوټ او د ځینو نورو هیوادونو هوايي کرښې شاملې دي، چې د افغانستان له فضايي قلمرو څخه کار اخلي.

د اکانومیسټ ټایم ورځپاڼې د جعمې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۶مه) په یو راپور کې ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ملکي هوايي چلند فدارالي ادارې (FAA) امریکايي هوايي کرښو الوتکو ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان له فضايي قلمرو څخه د تیریدو پرمهال له ۳۲۰۰۰ فوټو څخه پورته الوتنې کولی شي. دغې ورځپاڼې ویلي، چې دا پریکړه د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې (EASA) د کړنلارې سره سمون لري.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو ملکي هوايي چلند فدارالي ادارې (FAA) او د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې (EASA) د افغانستان د هوايي قلمرو څخه شمالي هند او ختیځ ته د الوتکو د تیریدو پر مهال د لازمو تخنیکي خدمتونو په نشتون باندې اندیښنه ښودلې ده.

دغو اندیښنو ته په ځواب کې د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې (EASA) خپلو غړو هیوادونو هوايي کرښو ته سپارښتنه کړې، چې د خوندیتوب پر دغو معلوماتو د ګواښونو ارورنې پر مهال د خپلو ملي ادارو د لارښوونو له مخې عمل وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اکسټ د میاشتې وروسته د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي هیوادونو او ځینو نورو نړیوالو هوايي کرښو په افغانستان کې امنیتي ستونزو له امله ددغه هیواد له هوايي قلمرو څخه د کار نه اخیستلو پریکړه کړې وه.

طالبانو حکومت په ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او ارزونې قرارداد د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحدو عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره لاسلیک کړ چې د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو او د هغوي د سفر کولو د لوازمو د کنټرول او بررسۍ چارې پر مخ بوځي.

د ګاک شرکت چې مرکزي دفتر یې د اماراتو په ابوظبي ښار کې دی ویلي چې د قرارداد له مخې د کابل، کندهار، مزار شریف او هرات ولایتونو نړیوال هوایي ډګرونه د راتلونکو دریو کالونو لپاره اداره کوي.

د دې شرکت سیمه ییز مدیر ابراهیم مورافي د طالبانو د حکومت سره د قرارداد په هکله د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي و، چې د دې قرارداد په لاسلیک کیدو سره تمه کیږي چې د نړیوالو هوایي شرکتونو باور به ډیر شي او خپل پروازونه بیرته پیل کړي.

که څه هم اوس مهال د کابل له هوايي ډګر څخه هره ورځ د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ الوتنې ترسره کیږي او اکثره د افغانستان څخه ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته منظمې الوتنې کیږي خو تراوسه هغه نړیوال هوايي شرکتونه چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې وړاندې یې کابل ته الوتنې لرلې بیرته افغانستان ته نه دي ستانه شوي.