افغانستان تیرکال په ۲۹۹ میلیونو ډالرو له خپلو څلورو ګاونډیانو څخه بریښنا اخیستې

عکس (ارشیف)

د افغانستان د بریښنا شرکت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې یې د منځنۍ اسیا د دریو هیوادونو او ایران څخه د ۲۹۹ میلیونو ډالرو په ارزښت بریښنا اخیستې ده.

ددغه شرکت سرپرست او د سوداګرۍ د څانګې رئیس عبدالرحمان رحماني د یکشنبې په ورځ جون څلورم (جوزا ۱۴) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ددې ترڅنګ یې ۲۲.۳ میلیونه افغانۍ یې د بریښنا د تولید د داخلي شرکتونونو د بریښنا د مصرف پیسې هم ورکړي دي.

ښاغلي رحماني وویل: "اوزبیکستان ته مو په تیرکال کې څه باندې ۹۴ میلیونه ډالر رسولي دي، تاجیکستان ته مو ۹۶ میلیونه ډالر رسولي دي او اوزبیکستان ته مو (ترکمنستان) ۴۷ میلیونه ډالره او ایران ته مو ۶۲ میلیونه ډالر رسولي دي".

افغانستان د تیرې نږدې یوې لسیزې څخه زیاته موده کیږي، چې د اوزبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه بریښنا واردوي. افغانستان اوس مهال نږدې ۱۴۰۰ میګاواټو بریښنا ته اړتیا لرې. اوس مهال د افغانستان د اړتیا وړ بریښنا شاوخوا اتیا فیصده یې د وارداتي بریښنا څخه پوره کیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې یوازې کابل په ۲۴ ساعتونو کې تر ۷۰۰ میکاواټو بریښنا ته اړتیا لري، چې اوس مهال د بریښنا شرکت دغه ښار ته په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۵۰ او ۴۰۰ میګاواټو ترمنځ بریښنا برابرولی شي. دغه خبري کنفرانس ته د بریښنا د شرکت عملیاتي رئیس صفي الله احمدزي وویل، چې یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان یې ترتیب کړی، چې له مخې به یې د اوبو د بریښنا د تولید د کچې د لوړیدو سربیره د ۷۱۰ میګاواټه بریښنا د لمر او باد له انرژۍ څخه تولید شي.

صفي الله احمدزي وویل، چې د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې لومړنۍ ارزونې ترسره شوې او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید په برخه کې د پانګونې یو تړون لاسلیک شي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د مۍ د میاشتې په لسمه د هرات په ولایت کې د باد له انرژۍ څخه ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید لومړنی تړون د ۷۷ په نوم د یو ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددې شرکت رئیس سلیمان جیلیو د تړون د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته ویلي و، چې تر راتلوونکو دوو کلنو به د باد له انرژۍ څخه د ۲۰۰ میګاواټو بریښنا د تولید پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي.

د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ ولټو د بریښا د مزي د غځولو تړون د تیر رژیم پر مهال د ترکمنستان سره لاسلیک شوی و، خو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته د دې پروژې د تمویلوونکو له خوا د مرستو د بندیدو له امله پر دغې پروژې باندې کار د ځنډ سره مخ شوی دی. د طالبانو حکومت وايي، چې ددې پروژې بشپړیدو ته لیوالتیا لري، خو هغو تمویلوونکو ادارو، چې دغه پروژه یې تمویلوله اوس د دې پروزې د تمویل څخه په شاشوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د لنډې مودې په پلانونو کې یې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د بریښنا د پنځه سوه ولټ مزي د غځولو او هم د یو زر کیلو واټو بریښنا بل مزي د غځولو پروژو بشپړیدل شامل دي، چې ددغو پروژو په بشپړیدو به د کابل د بریښنا ستونزه هواره شي او دا ښار به ۲۴ ساعته بریښنا ولري.

د اوبو او بریښنا وزارت چارواکو وویل، چې په پام کې لري، چې تر راتلوونکو پنځه کلنو به د بریښنا د مختلفو پروژو په عملي کولو سره افغانستان کې د بریښنا څخه د استفادي کچه له ۴۰ فیصدو څخه ۹۰ فیصدو ته لوړه کړي.