طالبان: د دوه ګوندونو او لسګونو مدني ټولنو مسوولین امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوه سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو ۷۵ ادارو مسوولین یې چې د تیر۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې یې ددغه وزارت د ادعا له مخې غیرقانوني فعالیتونه ترسره کړي وو امنیتي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ اپریل اووم (وري ۱۹) په یوه اعلامیه کې پرته له دې چې ددغو ګوندونو او مدني ټولنو نومونه واخلي ویلي چې هغوی د عدلیې وزارت له خوا تړل شوي او مسؤولین یې اړوندو امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې د هېواد په کچه د سلګونو ټولنو د فعاليت نظارت او بررسي کړې ده. د یاد نظارت او بررسۍ په پایله کې، دوه سیاسي ګوندونه او د لغو شویو ټولنیزو بنسټونو او خيریه بنسټونه په شمول ۷۵ ټولنې چې په غیر قانوني بڼه او د فعاليت جواز څخه یې پرته فعاليت ترسره کاوه، مشخص شوي دي."

دغه راز په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو د څارنې په پایله کې له هغو ۱۷ خيريه بنسټونو چې په کارونو کې یې نیمګړتیاوې او خلاګانې موجودې وې او د اصولو خلاف یې کار ترسره کاوه، ژمنه اخيستل شوې چې خپل فعالیتونه له اصولو سره سم پر مخ یوسي.

دغه وزارت ویلي: "په همدې کال کې ۱۹ خيريه بنسټونه هم په ټاکل شوي وخت د جواز نه تمدیدولو په دلیل د عدلیې وزارت له لوري لغوه اعلان شوي دي."

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ددغو سیاسي ګوندونو د فعالیت د بندیدو خبر په داسې حال کې ورکړی چې دغه وزارت سرپرست یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت غیرقانوني اعلان کړی دی.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څو میاشتې مخکې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د بندېدو په مناسبت ویلي وو: "په هېواد کې د سیاسي ډلو د فعالیت په اړه شرعي اساس نشته، دوی ملي ګټو ته کار نه کوي‌ او نه یې هم ملت خوښوي." ده د "حزب" د ټکي کارول هم "جرم" بللي وو.

همدا تیره اونۍ عبدالحکیم شرعي کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې هیڅ سیاسي ګوند ته د فعالیت اجازه نشته دی.

د ښاغلي شرعي ددغو څرګندونو وروسته د طالبانو د حکومت سترې محکمې په کندهار ولایت کې دوو تنو ته د سیاسي فعالیتونو له امله ۱۵، ۱۵ کاله تنفیذي سزا او یو بل ته د بند د سزا ترڅنګ د ۳۰ درو د وهلو سزا ورکړه.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي دا مني چې په افغانستان کې په تیرو شاوخوا پنځه لسیزو کې سیاسي ګوندونو ښه سابقه نه ده لرلې، خو ښاغلی فرهادي وايي چې په داسې حال کې چې طالبان پخپله یو ګوند دی او حکومت کې اکثره څوکۍ د دغې ډلې په لاس کې دي په نورو ګوندونو باندې بندیز لګول په حقیقت کې نور افغانان د خپل هیواد په اړه د نظریاتو د وړاندې کولو څخه منع کوي چې دا کار یو ګوندیز رژیم ته لاره پرانیځي.

فرهادي وویل: "په حقیقت کې یو دیکتاتوري سیستم دی چې نورو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو نظریاتو پرته د افغانستان په اړه چې یوازې د طالبانو نه دي خپل نظریات وړاندې کړي." د سیاسي چارو دا کارپوه وايي چې په افغانستان کې یو ګوندیز سیستم تراوسه ښه نتیجه نه ده ورکړې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبان د بیا رسیدلو دمخه په دغه هیواد کې د جمهوریت په دوره کې نږدې۷۰ پورې لویو او کوچنیو سیاسي ګوندونو فعالیت کوه. د طالبانو حکومت ټول غړي د همدې تحریک غړي دي او د یو نظر او یوې مفکورې خلک دي.