طالبان: یو چینایي شرکت افغانستان کې د نږدې ۳۵۰ میلیونو ډالرو پانګونه کوي

د طالبانو د حکومت او د یو چینايي شرکت ترمنځ د امو د سیند د نفتو د حوزې د نفتو د ایستلو تړون لاسلیک غونډه (ارشیف)

د طالبانو حکومت وايي، چې د فان –چینا- افغان (FAMPTC) شرکت په نوم د چینايي او افغان پانګوالو یو ګډ شرکت په پام کې لري، چې تر راتلوونکو څو میاشتو افغانستان کې د بریښنا، سیمنټو او روغتیا په سکټور کې د نږدې ۳۵۰ میلیونو ډالرو پانګونه وکړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال او کفیل دفتر له خوا د پنجشنبې د ورځې ناوخته جولای شپږم ( چنګاښ ۱۵) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تیره ورځ ددغه شرکت رئیس د مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ددغې پانګونې جزئیات شریک کړي دي.

دغه دفتر ویلي، چې په دې ناسته کې د دغه شرکت مسؤولینو په افغانستان او نورو هېوادونو کې د دې شرکت د فعالیتونو او خدماتو په اړه د ریاست الوزراء کفيل او سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دا شرکت لېواله دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي:" دوی زیاته کړه، په راتلونکو څو میاشتو کې به دا شرکت د نږدې ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د برېښنا د تولید، د سیمنټو د فابریکې په جوړولو او د روغتیايي سکتور په برخه کې پانګونه وکړي".

د ریاست الوزرا مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر ددغه شرکت د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي دي، چې حکومت یې د پانګوالو او سوداګرو تر څنګ ولاړ دی او د هغوی د سر او مال د خوندیتوب ډاډ ورکوي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر د خبري اژانس د راپور له مخې د چین افغان د کانونو د پروسیس او سودګرۍ شرکت (FAMPTC) د چین د شین جینګ د اسیا د پټرولیم او ګازو د شرکت (CAPEIC) او د افغانستان د وطن ګروپ ترمنځ یوه ګډ شرکت دی.

ددې دمخه د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د جنورۍ پنځمه (مرغومې ۱۵) د "CPEIC"چینايي شرکت سره د امو د سیندیزې د نفتو د حوزې څخه د نفتو د ایستلو یو تړون د ۵۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی و.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ددغه تړون د لاسلیک پر مهال جوړې شوې غونډې ته ویلي و: "هغه استخراجي ساحه چې له دغه چینايي شرکت سره یې تړون شوی دی، مساحت یې ۴۵۰۰ کیلومتره مربع دی ذخیره شوي نفت دي او هر هکتار یې یو ډالر دی او کله چې دغه کمپنۍ یې استخراج پيل کړي،کرایه یې له یو ډالر څخه ۴۰ ډالرو ته لوړیږي." د امو د سیندیزې حوزې په تړون کې د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو سیمې شاملې دي.

دغه چینايي شرکت د نوې پانګونې لپاره دا لیوالتیا په داسې حال کې ښودلې، چې لا هم د لوګر د مس عینک د کان د سپړلو د کار د پیل نیټه نه ده معلومه.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د جون۱۳ (جوزا۲۳) د خپل تویټر په پاڼه لیکلي و، چې ددغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او د چین د (MCC) شرکت د مرستیال ترمنځ د لوګر د مس عینک د کان د سپړلو په اړه موافقه شوې، چې د دغه کان له ساحې څخه د لرغونو اثارو له لېږد وروسته به د کان د سپړلو کارونه پیل شي.

د مس عینک د کان قرارداد په ۲۰۰۷ کال کې د ۲.۸۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلنو لپاره د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په دوره کې د MJAM-MCC) ) په نوم د چینايي شرکت سره لاسلیک شوی و.

خو د ځینو ناڅرګندو دلایلو له امله دغه چینايي شرکت ددغه کان سپړل وځنډول. دا کان د کابل په جنوب ختیځ کې په ۳۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، چې په نړۍ کې د مسو په څو لویو کانونو کې شمیرل کیږي.

دغه چینايي شرکت بیا وروسته پر دغه قرارداد باندې د بیا غور غوښتنه وکړه.

وروسته بیا یو بل چینايي شرکت ددغه کان د سپړلو لپاره چمتوالی وښود خو تراوسه لا په دغه کان باندې کار نه دی پیل شوی.

په دې وروستیو کلنو کې د امنیتي ستونزو سربیره د کان د سپړلو د کار د ځنډ یو علت د کان په شاوخوا سیمو کې د تاریخي اثارو شتون ښودل شوی و.

اوس په دې موافقه شوې، چې دا اثار به د یوې ګډې کمیټې د څارنې لاندې د کان له ساحې بل مصون ځای ته انتقال شي.

افغانستان په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پراخه کانونه لري، خو د اوږدې جګړې او د زیربناو د نشتون له امله تراوسه له دغو کانونو ګټه نه ده اخیستل شوې.