طالبان: تیرکال کې د افغانستان له فضا څخه ۲۵ زره عبوري الوتنې ترسره شوي

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، چې د تیر ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان له فضا څخه له ۲۵ زرو څخه زیاتې عبورې الوتنې ترسره شوي، چې ددغو الوتنو له امله دغه وزارت اته ملیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی.

ددغه وزارت د پالیسۍ مرستیال حسیب الله سروش د پنچشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمرۍ ۲۶) کابل کې یو خبري کنفرانس ته، چې ملت ته د طالبانو د حکومت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې ترتیب شوی و وویل، چې اوس مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا تر ۹۰ پورې عبوري الوتنې ترسره کیږي.

ښاغلي سروش وویل: "مونږ په دې وتوانېدو، چې د افغانستان فضا د عبوري پروازونو لپاره خوندي او مناسب وګرځو، چې له نیکه‌ مرغه ۲۵ زره پنځه سوه ۴۰ الوتنې په تېر کال کې ثبت شوي دي. ددې سربیره مونږ په هر ۲۴ ساعتونو کې ۹۰ عبوري الوتنې لرو".

حسیب الله سروش وویل، چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په تېر۱۴۰۱ لمریز کال کې شاوخوا شپاړ سوه د الوتنو جوازونه صادر کړي، چې د هر جواز له مخې سلګونه الوتنې ترسره کیدلی شي.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د هر عبورې الوتنې څخه اوه سوه امریکايي ډالره حق العبور اخلي.

ددغه وزارت چارواکو وویل، چې تیر لمریز کال کې یې د عبورې الوتنو څخه د اتو میلیاردو افغانیو زیات محصول اخیستی دی.

طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند د عبوري الوتنو څخه د عوایدو د زیاتیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې طالبانو حکومت تیرکال د متحده عربي اماراتو د یو شرکت سره د کابل او څو نورو هوايي ډګرونو د مسافرو د تګ راتګ د خوندیوب په برخه کې په دې نیت یو تړون لاسلیک کړی و، چې دا شرکت به نړیوال هوايي شرکتونه د افغانستان د فضا څخه کار اخیستلو ته وهڅوي.

د طالبانو حکومت د تیرلمریز کال د جوزا په نیمايي کې د متحده عربي اماراتو د "ګاک" په نوم یو شرکت سره د مسافرو او د هغوی د سفر د چارو د کنټرول لپاره یو تړون لاسلیک کړی و، چې د تړون له مخې به دغه شرکت ته د افغانستان د فضا څخه د عبوري الوتنو د تیریدلو د حق العبور یوه برخه ددغو خدمتونو په بدل کې ورکول کیږي.

دا شرکت د کابل سربیره د هرات، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو کې هم ورته خدمتونه برابروي.

د افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰ د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته یو قطري شرکت د کابل په هوايي ډکر کې دا ډول خدمتونه برابرول، چې دغه هیواد د تیر ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د میاشتې په نیمايي کې د کابل په هوايي ډګر کې خپل ماموریت پای ورسوه.

د ګاک شرکت په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه هم د تیر رژیم پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د مسافرو او د هغوی د سفر د چارو د کنټرول مسوولیت په غاړه درلود.

د اکانومیسټ ټایم ورځپاڼې جولای ۲۸ (زمري ۶مه) په یو راپور کې ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ملکي هوايي چلند فدارالي ادارې (FAA) امریکايي هوايي کرښو الوتکو ته اجازه ورکړې، چې د افغانستان له فضايي قلمرو څخه د تیریدو پر مهال له ۳۲۰۰۰ فوټو څخه پورته الوتنې کولی شي.

دغې ورځپاڼې ویلي، چې دا پریکړه د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې. (EASA) د کړنلارې سره سمون لري

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو ملکي هوايي چلند فدارالي ادارې (FAA) او د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې (EASA) د افغانستان د هوايي قلمرو څخه شمالي هند او ختیځ ته د الوتکو د تیریدو پر مهال د لازمو تخنیکي خدمتونو په نشتون باندې اندیښنه ښودلې ده.

دغو اندیښنو ته په ځواب کې د اروپايي ټولنې د هوايي چلند ادارې (EASA) خپلو غړو هیوادونو هوايي کرښو ته سپارښتنه کړې، چې د خوندیتوب پر دغو معلوماتو د ګواښونو ارورنې پر مهال د خپلو ملي ادارو د لارښوونو له مخې عمل وکړي.

د تیرې چهارشنبې اګست ۱۶ (زمري ۲۵) په ورځ یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي و، چې دوی د افغانستان فضا د عبوري پروازونو لپاره خوندي نه بولي

خو د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان ټول هوايي ډګرونه د نړیوالو او کورنیو پروازونو لپار فعال دي او د ټولو تخنیکي امکاناتو نه برخمن دي.

اوس مهال د کابل د هوايي ډګر څخه د افغانستان څو لویو ښارونو او یو شمیر ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته هره ورځ تر ۲۰ پورې الوتنې ترسره کیږي.

خو د ۲۰۲۱ دمخه چې دغه هیواد ته کومو نړیوالو شرکتونو چې الوتنې کولې لا هم کابل ته بیرته خپلې الوتنې نه دي پیل کړي.