طالبان د دولتي کار کوونکو د درې میاشتو معاشونه ورکوي

د افغانستان پیسې

د طالبانو د مالیې وزارت وايي د دولتي کار کوونکو د درې میاشتو (وږې، تلې، لړم) معاشونه به یو ځای ورکړل شي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن شنبه نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې معاشونه به نن شنبه اجرا شي.

سمنګاني د مالیې وزارت له قوله ویلي چې د تقاعد شویو دولتي مامورینو د معاشونو پر وکولو هم کار روان دی چې د تخنیکي ستونزې تر هوارېدو وروسته به اجرا شي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم د ځینو دولتي ادارو د معاشونو د اجرا خبر ورکړی و.

د طالبانو د مالیې وزارت همدارنګه ویلي چې د تیرې درې میاشتو په ۷۸ کاري ورځو کې ۲۶.۹۱۵ میلیونه افغانۍ عواید لرل.

د مالیې وزارت د ورځې په تېرېدو سره د خپلو عوایدو د زیاتوالي خبر ورکړی دی او زیاته کړې ده چې یوازې د تیرې چهارشنبې په ورځ ۵۵۷ میلیونه افغانۍ عواید لرل.

بلخوا جرمني او هالنډ د افغانستان ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو د معاشونو ادا کولو ته تمایل ښودلی او ویلي یې دي چې په مستقیمه توګه د دغو معاشونو ادا کولو په اړه به خپلو نړیوالو شریکانو سره بحث وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ایمیل دي بانت او افغانستان لپاره د هالند استازي مارکس پوتزل تیره اونۍ په کابل کې د طالب چارواکو سره په خبرو اترو کې کړي دي.

دغه هیئات د ملا عبدالغني برادر او امیر خان متقي په ګډون د طالب حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په کابل کې لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې په دې اړه لیکلي او د جرمني او هالند ددغه اقدام هرکلی یې کړی دی.