طالبان: پاکستان ډاډ راکړی چې تورخم کې د ستنېدونکو افغانانو ستونزه حلوي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، وايي چې د تورخم له لارې افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو ستونزې به ژر حل شي.

دغه سفارت د دوشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ لسم ( چنګاښ ۱۹) د خپل ټویټر په پاڼه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه سفارت د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو په مسله د پاکستان د حکومتي چارواکو سره په نږدې تماس کې دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "پاکستاني لورې په دې برخه کې د سفارت رهبرۍ ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې هغه افغان مهاجرین چې له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته په کډه ستنیږي، په تورخم کې بند پاتې دي، هغوی ته به ډېر ژر اجازه ورکړې چې خپل هیواد ته ولاړ شي او همدارنګه‌ په راتلونکي کې به د دا ډول ستونزو مخه ونیول شي."

د رپوتونو له مخې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې په لسګونه افغان کډوال وطن ته د ستنیدولو لپاره د څو ورځو راهیسې انتظار وباسي.

په ورته وخت کې د کډوالو د یوې نړیوالې ادارې (Refugees International) په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال پاکستان ته کډه کړې ده.

د کډوالو دغې ادارې د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو د بنسټ له قوله اټکل کړی، چې د ۲۰ او ۶۰۰ زرو پورې پاکستان ته تازه تللي افغان کډوال د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د SIV، P1او P2 د ویزو له لارې امریکا ته د مهاجرت لپاره په دغه هیواد کې انتظار وباسي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې اوس مهال په پاکستان کې لږترلږه ۲.۲ میلیونه افغان کډوال پرته د قانوني اسناد او ملاتړ ژوند کوي. دغې ادارې ویلي، چې ددغه شمیر سربیره ۱.۳ میلیونه افغان کډوال د اوږدو لسیزو راهیسې په پاکستان کې د کډوالۍ په قانوني اسنادو ژوند کوي.

ددې دمخه د جون په شلمه د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي و، چې پاکستان ته تازه تللي افغان کډوال د پولیسو له خوا د خپلسر نیولو او له دغه هیواد څخه د شړلو د کواښونو سره مخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نوم لیکنې د بهیر د ځنډ له امله اکثره افغان کډوال په دغه هیواد کې د اوسیدلو لپاره پیژندپاڼې نلري او هم هغه افغانان چې پاکستان ته په عادي ویزو سفر کړی په دغه هیواد کې د اوسیدلو موده پای ته رسیدلې ده.

دغه سازمان ویلي: "وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې له تبعیض سره مخامخ دي ډیر خراب دی."

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې چارواکې ډینوشیکا ډیسانایک ویلي، چې دا د ژورې اندیښنې خبره ده، چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام نکوي.

میرمن ډیسانایک ویلي: " ددې له امله، چې نه بیرته خپل هیواد ته ستنیدلی شي او نه هم په پاکستان کې په دایمي ډول اوسیدلی شي دوی په داسې یو حالت کې بند پاتې، چې هیڅ د تیښتې لار نلري".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ "یو این ایچ سي ار" د کډوالو په توګه ددغو افغانانو د نومونو ثبت او همداشان د پاکستان د حکومت له خوا د ویزو د تمدید په برخه کې د ځنډ له امله دا افغان کډوال د پولیسو له خوا نیول کیږي، زورول کیږي او پیسې ورڅخه اخیستل کیږي.

د ملګرملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" تیره اونۍ وویل، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه ۲۹۹.۷ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي چې ۲۶۶.۱ زره له ایران څخه او ۳۳.۶ زره نور له پاکستان څخه افغانستان ستانه شوي دي.