افغان ځانګړي ځواکونه: بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی والي "هلال" وژل شوی

طالبانو رسنیو ته په استول شوې اعلامیې کې په بغلان کې د خپل نومول شوي والي او خپلو وسله والو کسانو وژنه تائید کړی ده.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو او قاطع ملاتړ ځواکونو د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کې د مخالفو وسله والو پر مرکزونو ګډ عملیات کړي چې په نتیجه کې يې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم امریکاغږ ته وویل چې د بغلان په ډنډ غوري کې ددوي عملیات تیره شپه ۱۱ بجې پیل شول او د سهار تر ۳ بجو پورې یې دوام درلود.

هغه وویل چې طالبانو د دوي پر وړاندې سخت مقاومت وکړ خو د افغان ځواکونو او قاطع ملاتړ قواو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په نتیجه کې د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي لعل چې په هلال مشهور وو، په ګډون ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو سرګروپان قاري جانباز، قاري خالد، قاري عبدالرحیم، شیرعالم او یو تن نقاب پوش هم وژل شوي دي.

سلیم زیاته کړه چې دوي درې تنه وسله وال کسانجنګي تجهیزاتو سره هم نیولي دي.

سلیم وايي چې دوي ته تر اوسه معلومه نه ده چې په سیمه کې نقاپ پوش وسله وال څوک دي، خو ددغه یو تن له وژل کیدو وروسته اوس په دې کار کوي چې معلومه کړي، د مولوي لعل لپاره د نقاب پوش کسانو راتلل څومره مهم وو چې ده ورته خپل ټول سرګروپان راټول کړي وو.

طالبانو رسنیو ته په استول شوې اعلامیې کې په بغلان کې د خپل نومول شوي والي او خپلو وسله والو کسانو وژنه تائید کړی ده.

په شمال ختیځو ولایتونو بغلان او کندز کې د افغان ځانګړو ځواکونو او قاطع ملاتړ د قواو له خوا د دولت د مخالفو وسله والو د ځپلو په موخه عملیات ګړندي شوي دي، چې په تیرو څو اونیو کې یې مخالفینو ته تلفات هم اړولي دي.

په کندز کې د ملي اردو او پولیسو له خوا د خالد ۹۶ په نامه د مخالفینو د ځپلو په موخه عملیات پیل شوي دي چې د کندز ښار په شمال لور کې لا روان دی.

د زابل د شینکۍ امنیه قوماندان وژل شوی

بلخوا په زابل ولایت کې د افغان قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ په درنو نښتو کې تېر ماخستن د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان او ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د کلات ښار په جنوبي څنډه کې ماخستن ۱۲ بجې د کاټیلي ، لوټي او دسیوري پر امنیتي پوستو وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پيل کړه چې د دریو ساعتونو لپاره جګړې دوام درلود.

سمونوال فراهي وويل" چې په یادو سیمو کې د مولوي رفیح الله او مولوي غلام دستګیر په نومونو د وسله والو مخالفانو د سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ۱۷ تنه وسله وال وژل شوي او د شینکۍ امنیه قومندان لمړی څارن سیف الله چې د جګړې سیمې ته پر لار وو د سړک د غاړې د ماین چاودنه کې له یوه بل پولیس سره وژل شوی او درې پوليس ټپیان دي".

په زابل کې د وسله والو نښتو او بریدونو په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان وايي چې پدې ولایت کې د کورنیو وسله والو طالبانو ترڅنک د بهرنیو وسله والو حضور زیات شوی.

نوموړي له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويلچې " د پسرلي په لمړنیو اونیو کې کلات – کندهار پر لویه لار او د دې ولایت په زیاتره ولسوالیو کې نا امنۍ زیاتې شوي،موږ د ملي امنیت د شورا له رئیس حنیف اتمر ، د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره تیره اونۍ وکتل او د زابل خرابیدونکي امنیت په اړه مو ورڅخه د پام د زیات والي غوښتنه وکړه".

د شینکۍ ولسوالۍ د امنیه قومندان د وژل کیدو د پیښې څلور ورځې مخکې همپه زابل کې د ملي اردو د کنډک رئیس ارکان ډکروال قدرت الله په ارغنداب ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوی وو.

وسله والو طالبانو هم د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د لمړي څارن سیف الله وژل تائید کړي او ویلي دي چې د دغې ډلې وسله والوپه شینکۍ په ولسوالۍ کې د سیوري د لوتي پوسته له افغان ځواکونو نیولې اود پوستې پنځه افغان امنیتي ساتوونکي یې وژلي دي.