طالبان: داعش د افغانستان هیڅ برخه کې فزیکي او علني حضور نلري

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، داعش د افغانستان په هیڅ برخه کې فزیکي او علني حضور نلري.

ښاغلي سمنګاني نن سې شنبه اپرېل ۲۶ (غوايي شپږمه) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د طالبانو حکومت له داعش او نورو ډلو سره د مبارزې لپاره کافي امکانات لري.

ښاغلي سمنګاني وویل: "د افغانستان اسلامي امارت د نورو ډلو ترڅنګ د داعش پديدې سره د مبارزې لپاره کافي سرتیري او امکانات لري او په دغه مبارزه کې بریالی و. هغه پدیده چې مخکې په افغانستان کې په لوی ګواښ بدله شوې وه اوس مهال د هیواد په هیڅ برخه کې فزیکي او علني حضور نلري."

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت د کابل په ګډون بلخ او کندز کې مرګونو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې د یو شمیر بریدونو مسؤلیت یې داعش ډلې منلی دی.

د تیرې پنجشنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د «سه دوکانه» په نوم د اهل تشیع په یو جومات کې چاودنې چې د طالب چارواکو په وینا ۱۰ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي مسؤلیت یې د داعش ـ خراسان څانګې منلی و.

تر هغه یوه ورځ وروسته د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سکندریه په نوم دیني مدرسې کې چاودنې ۳۳ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

په کابل او مزارشریف کې وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده تیره ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، د ایران دولت چمتو دی چې له تروریستي ډلو سره د مبارزې لپاره خپلې تجربې له طالبانو سره شریکې کړي.

هغه په کابل او بلخ کې پر افغان اهل تشیع وګړو باندې د وروستیو چاودنو په اړه اندېښنه وښودل او د طالبانو له حکومت څخه یې د یادو چاودنو د عاملینو پر ضد د اقداماتو غوښتنه وکړه.

خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي چې په افغانستان کې وروستۍ چاودنې د داعش ډلې د کمزوري کېدو په معنی دي او په خبره یې د وروستیو بریدونو عاملین په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي او یا هم له منځه وړل شوي دي.