مجاهد: هیوادونه دې د دپلوماتیکو اړیکو ټینګیدو لپاره شرط نږدي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت وايي چې هیڅ هیواد سره د اړیکو ټینګیدو په برخه کې کومه ستونزه نلري او هیوادونه دې هم افغانستان سره د اړیکو د ټینګیدو په برخه کې شرط نږدي.

ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰( حمل اول) په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د خپل حکومت د لاس ته راوړنو په اړه په یو پیغام کې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان د ملي راډیو له خوا خپور شوی ویلي چې حکومت یې په تیر لمریز کال کې په دپلوماتیک ډګر کې لاس ته راوړنې لرلې او دوی د هر هیواد سره د اړیکو ټینګیدو ته چمتو دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي:" د اړیکو د ټینګیدو لپاره خپلې ټولې استازولۍ لرو او که مخکې له مخکې شرطونه ږدي او ددې مسلو څخه او یا نورو مسلو څخه د فشار په توګه کار اخلي، هغه د هغو هیوادونو پورې اړه لري، ولې افغانستان خپلو دپلوماتیکو پرمختګونو ته دوام ورکوي او د ډیرو هیوادونو سره په تعامل کې دی او همدا تعامل بسنه کوي."

ذبیح الله مجاهد د چین سره د خپل حکومت اړیکې چې د طالبانو سفیر یې په خپل هیواد کې منلی وویل چې افغانستان د قزاقستان او اذربایجان په ګډون د ډیرو هیوادونو سره خپلې اړیکې بیرته ټینګې کړي دي چې په دپلوماتیک ډګر کې یو ښه پرمختګ دی.

هغه وویل:" د نورو هیوادونو سره چې دمخه مو اړیکې لرلې، اړیکې مو لا ټینګې شوي دي، نږدې هیوادونو او سیمې سره ددې سره سره چې مونږ ستونزې لرلې اقتصادي، سوداګریزې او دپلوماتیکي اړیکې په ښه ډول پرمخ ځي."

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړی که څه هم د تاجیکستان پرته د دغه هیواد ګاونډیو او د روسیې، چین، هند او ترکیې په ګډون د سیمې هیوادونو او اروپايي ټولنې کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او هم د چین او روسیې په ګډون ددغو هیوادونو ځینو یې په خپلو هیوادونو کې د طالبانو دپلوماتان منلي، خو تراوسه د نړۍ د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

چین چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې یې کابل ته خپل نوی سفیر استولی و د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په وروستیو کې یې په بیجینګ کې د طالبانو سفیر هم منلې، خو د طالبانو حکومت یې لا هم په رسمیت نه دی پیژندلی.

د بحران نړیوالې ډلې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په وروستیو کې په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هیوادونه د خپلو امنیتي اړتیاو د پوره کولو او اقتصادي ثبات لپاره د طالبانو حکومت سره په اړیکه کې دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د نجونو او ښځو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول مخکې له مخکې شرطونه ایښي دي. همداشان نړیوالې ټولنې له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه هم کړې ده.