ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ په اړه تر پسرلي پرېکړه کیږي - طالب چارواکی

شهاب الدین دلاور، د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور هیله څرګنده کړې چې د راروان کال د وري میاشتې پورې به د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

دلاور له طلوع ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، که ښځینه زده کوونکي اسلامي حجاب مراعت کړي، تعلیمي مرکزونو ته به د تللو اجازه ولري.

هغه وويل: "تر حمل پورې به ان شاء الله داسې یو تصميم ونيول شي چې هغه به له شريعت او افغاني عنعناتو سره مطابق وي، هم د ليسو او ابتدایه [ښوونځیو] او هم د پوهنتونونو په باره کې."

یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت "حکومتي او خصوصي" پوهنتونونو ته په یوه مکتوب کې امر وکړ، چې د "کابینې د پرېکړې له مخې... د ښځو زده کړې تر امر ثاني ځنډول شوي دي". دغه اقدام په افغانستان دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه وپارول.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د دغه فرمان له صادرېدو څو ورځې وروسته د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې، چې د طالبانو له خوا چلېږي، "د حجاب نه مراعت کېدل، له شرعي محرم پرته سفر کول، منکرات، د نجونو لیلیې او د نجونو او هلکانو مخلوط ټولګي" په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړې د ځنډولو لاملونه وبلل.

له دغې مرکې څو ورځې وروسته ندیم په يوې وينا کې چې ويډيو يې په ټولنيزو شبکو کې خپره شوه، وويل چې د اسلام دين تر ملي ګټو، د ټولنې تر پرمختګ او تمدن زيات اهميت لري.

خو شهاب الدین دلاور وايي، د طالبانو له خوا د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو امر موقتي دی.

د روان تعلیمي کال په پیل کې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه ورنکړه چې ښوونځيو ته لاړې شي او هغه مهال یې دا پرېکړه موقتي وبلله، خو تر اوسه دغې ډلې د نجونو دپاره د منځنیو او ثانوي ښوونځیو د بیرته پرانیستلو پرېکړه نه ده کړې.

طالب چارواکو تل ټینګار کړی چې ښځو ته به د اسلامي ارشاداتو او ارزښتونو او افغاني دودونو او عنعناتو په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې په مرکزونو کې د ګډون اجازه ورکړل شي، خو دا یې نه ده مشخص کړې چې د افغاني دودونو او عنعناتو څخه د هغوی دقیق تعبیر څه دی.

د ښځو او نجونو پر کار، زده کړه او ټولنیز ژوندانه باندې د طالبانو بندیزونه د پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

نړیوالو سازمانونو او له افغانستان سره مرستندویه هېوادونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا ډول چلند به له افغانستان او اړمنو افغانانو سره د مرستو بهیر ټکنی کړي.