ملګري ملتونه: وروستیو سیلابونو افغانستان کې څه باندې ۱۰۰زره کسان زیانمن کړي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د بشري مرستو د چارو مرستیال ډاکټر رامز الکبروف وايی چې افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۱۲زره کسان زیانمن کړي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پیښو له امله د لسګونو زره زیانمن شوو کورنیو سره د مرستې د راټولولو لپاره کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړي ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ سپټمبر اول (وږې لسم) دغه کنفرانس ته وویل، چې طبیعي پیښې نه یوازې دا چې د افغانانو ژوند اخلي بلکې د هغوی شتمني هم ورڅخه اخلي.

مولوي امیرخان متقي په دې کنفرانس کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په وروستیو سیلابونو او د زلزلې د ځپل شویو کورنیو سره دې مرستې وکړي.

هغه وویل چې په وروستیو سیلابونو کې له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي، له ۳۰۰ زیات نور ټپیان شوي، ۱۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي، زرګونه زراعتي ځمکې تخریب شوي او له ۹۰۰۰ څخه زیات څاروي په سیلابونو کې مړه شوي دي.

همداشان هغه وویل چې د جون د میاشتې په زلزله کې له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي او ۱۷۰۰۰ کورونه په زلزله کې په بشپړ ‌ډول ویجاړ شوي دي.

ښاغلي متقي وویل چې دوی د مرستندویه ادارو په ملتیا شاوخوا ۱۰۰زره کسانو ته خواړه او نور د اړتیا وړ مواد رسولي دي. هغه وویل چې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP ) په مرسته شپږ میلیون کسانو ته مرستې رسول شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د بشري مرستو د چارو مرستیال ډاکټر رامز الکبروف دې کنفرانس ته وویل چې د ملګروملتونو د ارزونو له مخې افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۱۲زره کسان زیانمن شوي دي.

هغه وویل چې ملګروملتونو د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څخه د روان کال د جون ترمیاشتې پورې افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونو خلکو سره مرستې کړي دي.

د ملګروملتونو دغه چارواکي وویل، چې د سیلابونو او نورو طبیعي پیښو پرته هم افغانان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ " اوچا" د ادارې د وروستي راپور له مخې افغانستان کې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل څخه د تیرې میلادي میاشتې اګست تر شلمې پورې څه باندې ۲۰۹زره کسان په ۳۰ ولایتونو کې زیانمن شوي دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې سږکال افغانستان کې په تیرو اتو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله په طبیعي پیښو کې د مړه شویو کسانو په شمیر کې ۷۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.