طالبانو له ټویټر څخه د "وسلې" په توګه کار اخیستی – راپور

په یوې څیړنې کې معلومه شوې چې ټولنیزو شبکو په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو کې مهم نقش درلود او دې ډلې د ټولنیزو شبکو څخه په افغانستان کې دننه او دباندې د خپلو مخاطبینو لپاره د پیغام په رسولو کې ستراتیژیکه ګټه اخیستې.

د مصنوعي ذکاوت، معلوماتو او شخړې مرکز چې دفتر یې په کاناډا کې دی، پدې راپور کې د ۲۰۲۱ کال د اپریل څخه نیولې د همدې کال د سپټمبر تر میاشتې په ټویټر کې د ۶۳ حسابونو فعالیت څارلی چې د طالبانو د مشرانو، ویاندویانو او د دې ډلې د مهمو غړیو پورې مربوط و.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو دې حسابونو په همدې مودې کې څه باندې ۲ میلیونه تعقیب کوونکي درلودل چې په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو څخه وروسته هم فعال و او د تعقیب کوونکو شمیر یې د ۲ ملیونو څخه ۳.۳ ملیونو ته لوړ شو.

پدې راپور کې دا هم ویل شوي چې طالبانو په ځانګړې توګه د ټویټر څخه د "وسلې" په توګه کار اخیستی. .

د څیړنې دې مرکز په ټویټر کې دا حسابونه د پنځه نیمو میاشتو په مودې کې څارلي دي. په راپور کې ویل شوي چې د دې حسابونو څخه پدې موده کې ۱۱۲۲۵۴ لیکنې په څلورو ژبو (پښتو، دري، انګلیسي او او اردو) کې خپرې شوي او په همدې حسابونو کې دغه لیکنې ۱۲۶ زرو کسانو په ټویټر کې بیا خپرې (رېټویټ) کړیدي.

پدې څیړنې کې په عمومي توګه په ټویټر کې د ۱۲۶ زره کسانو حسابونه څیړلي. دا هغه حسابونه دي چې یا یې د طالبانو لیکنې بیا خپرې کړي او یا یې داسې لیکنې په ټویټر کې خپرې کړي چې د طالبانو غړیو هغه بیا خپرې کړي او یا یې ورته ځواب ویلی.

د دې څیړنې پر بنسټ، په ټویټر کې د دې ۱۲۶ زرو حسابونو څخه چې د طالبانو پورې مربوط دي، ۸۳ په سلو کې یې د ۲۰۲۱ کال څخه وړاندې جوړ شوي او داسې لیکنې پکې خپرې شوي چې د ټویټر د پالیسو سره په ټکر کې دي. پدې لیکنو کې د مړیو انځورنه او داسې شیان خپاره شوي دي چې ګرافیک بلل کیږي.

پدې څیړنې کې معلومه شوې چې طالبانو په افغانستان کې دننه د خپلو مخاطبینو لپاره د پیغام رسولو په هدف د ټویټر څخه په پراخه توګه کار اخیستی او دا کار یې دومره اغیزمن و چې په افغانستان کې د ۱۸ خبري ادراو په پرتله څلور چنده ډیر مواد پکې خپاره شوي.

داسې شواهد هم دې مرکز په لاس ورغلي چې پکې ښودل کیږي طالبانو په افغانستان کې د واک ته رسیدو څخه وروسته هم د ټویټر څخه د پیغام رسولو د اصلې وسیلې په توګه کار اخیستی.