طالبانو د افغانستان په اړه د برتانیې د دریځ هرکلی وکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د اوسني حکومت په وړاندې د وسله وال مخالفت څخه د ملاتړ نه کولو او له "اسلامي امارت" سره د تعامل په اړه د برتانیې د دریځ هرکلی کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د افغانستان لپاره د برتانیې شارژدافیر هوګو شورتر، چې خپل ماموریت له قطر څخه پء مخ بیایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو ته په اشاره، پرون یکشنبه وویل چې برتانیا پدې هېواد کې د افغانانو په ګډون د هر هغه چا چې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون هڅه کوي او یا هر هغه فعالیت چې د سیاسي موخو لپاره تاوتریخوالی راپاروي، ملاتړ نکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه ناوخته جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) د برتانیې له دې دریځ څخه د هرکلي په اعلامیه کې ویلي: "د دې حقیقت درک کول د قدر وړ دي چي په افغانستان کې سوله او ثبات او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل د سيمې او نړۍ په ګټه دی."

د افغانستان لپاره د برتانیې شارژدافیر هوګو شورتر په ټینګار سره ویلي، تاوتریخوالی چې په هره بڼه وي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی او برتانیه د هر ډول تروریستي بریدونو په اړه خواشیني څرګندوي.

هغه زیاته کړې: "د سولې او ثبات د ودې، د افغانستان خلکو ته د اساسي او بشري مرستو برابرولو او ګډو امنیتي اندېښنو ته د رسېدو لپاره د افغانستان له اوسني حکومت سره د عملي تعامل بدیل نشته او دا هغه څه دي چې موږ یې کوو."

دغه برتانوي دیپلومات یادې څرګندونې په کندز ولایت کې پر یو جومات او په کابل کې د افغان هندوانو او سیکانو پر عبادتګاه وروستیو بریدونو ته په کتو کړي دي. په دغه بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت څخه لس میاشتې تیریږي، هیڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان د امریکا متحده ایالات د دې ډلې د حکومت په رسمیت پیژندلو کې تر ټولو ستر خنډ یاد کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي چې "تر ټولو ستر خنډ متحده ایالات دي" چې د طالبانو د حکومت مشروعیت پیژندل یې ځنډولي.

د طالبانو دې ویاند همدرانګه ادعا کړې چې د دیپلوماتیک رسمیت پیژندلو لپاره د هغوي حکومت ټول شرایط پوره کړي او پدې یې هم ټینګار کړی چې د متحده ایالاتو په ګډون ټول هیوادونه باید دا درک کړي چې د طالابنو سره سیاسي تعامل د ټولو په ګټه دی.

سره له دې چې طالبان ادعا کوي د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي خو د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې طالبانو ته شرط ایښی چې که په رسمیت پیژندل غواړي باید داسې حکومت جوړ کړي چې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو، مېرمنو او مذهبي او قومي اقلیتونو ته پکې برخه ورکړل شوې وي.

د طالبانو لپاره بل شرط دا هم دی چې باید د میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی ولري.