د طالبانو حکومت د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان د دریځ هرکلی کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي ۷۹ غونډې په څنډو کې د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره خپله درېیمه څلوراړخیزه نوبتې غونډه کړې ده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په نیویارک کې د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د روسیې، چین،ایران او پاکستان د څلور اړخیزې غوندې د پریکړو هرکلی کړی او ویلي چې دا حکومت د ستونزو د حل لپاره په رغنده ډیالوګ باندې باور لري.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸( تلې اوومه) د طالبانو ترکنټرول لاندې د ملي تلویزیون د ایکس په پاڼه یوه خپره کړې ویډیوي لنډه وینا کې ویلي چې د ستونزو د حل لپاره خبرې او ډیالوګ یوازینې د حل لار ده.

هغه ویلي: " د روسیې، چین، پاکستان او ایران د هیوادونو د هغه مثبت دریځ ستاینه او هرکلی کوو چې اسلامي امارت [ طالبانو حکومت] سره خبرې او سیاسي ډیالوګ یې یوازینې حل لاره بللې ده. واقعیت هم دادی چې د هیوادونو ترمنځ خبرې او سیاسي ډیالوګ د مثبتو سیاسي تعاملاتو لپاره لاره جوړوي، مونږ د خبرو اترو له لارې په رغنده سیاسي تعاملاتو باندې باور لرو. د سیمې د هیوادونو سره مونږ ښې او مثبتې اړیکې لرو د نړۍ د نورو هیوادونو سره هم د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د ۷۹یمې کلنۍ سرمشریزې په څنډو کې د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره خپله درېیمه څلوراړخیزه نوبتې غونډه ترتیب کړې ده.

دغه وزارت ویلي: " ګډون کوونکو افغانستان د ستونزو د هوارولو په اړه خپلې کړنلارې سره وارزولي او ددې یادونه یې وکړه چې داسې یو بدیل چې د افغانستان د اوسنيو مقاماتو [طالبانو] پرځای ورسره د درناوي وړ او برابر ډیالوګ او د ملګرتیا اړیکې رامنځ ته شي نشته دی".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دا غونډه د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په مشرۍ جوړه شوې وه او د هغه سربیره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په کې ګډون کړی وو.

دغه وزارت ویلي، چې داکټرعراقچي د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د مقاماتو [طالبانو] سره د همکارۍ پر اړتیا باندې په ټینګار سره وویل: " مونږ باید د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پیاوړي کړواو ددغو خرابکارو ځواکونو پروړاندې یوه ګډه جبهه رامنځ ته کړو. زمونږ پیغام باید روښانه اوسي: تروریزم په افغانستان او زمونږ په سیمه کې ځای نلري."

همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې انساني، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کیدو لپاره پر خپل ګډې ژمنې باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې په کار نه دي چې سیاسي انګیزې افغانستان کې خلکو ته د حیاتي مرستو د رسیدلو مخه ونیسي.

هغه په ایران کې د میشتو افغان کډوالو سره د نړیوالې څخه د مرستو د برابرولوغوښتنه هم کړې ده.

روسیه، چین، پاکستان او ایران د تیرو دریو کلنو راهیسې چې طالبان افغانستان کې واک ته بیا رسیدلې په نوبتي ډول د څلور اړخیزو غونډو په چوکاټ کې د افغانستان د وضعیت په اړه سره سلامشورې کوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې همدا تیره ورځ د پاکستان صدراعظم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې په افغانستان کې دې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د هغو ډلو پر خلاف اغیزمن او کوټلي ګامونه واخلي چې د صدراعظم شریف په وینا ددغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د تروریستي فعالیتونو کې ښکیل دي.