د طالبانو او امریکا د مذاکراتو شپږمه ورځ: 'ملا برادر دوحې ته رسیږي'

طالبانو ویلي دي تمه ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی رئیس ملا عبدالغني برادر د امریکا سره د مذاکراتو لپاره ډیر ژر دوحې ته ورسیږي.

د طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ په دوحه کې خبرې شپږمې ورځې ته غزیدلي دي، پداسې حال کې چې په پیل کې ټاکل شوې وه دغه غونډه یواځې دوه ورځې دوام وکړي.

د طالبانو دوو لوړپوړو منابعو د رویترز اژانس ته ویلي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رئیس په توگه د ملابرادر د ټاکلو سره جوخت خبرو نوې بڼه غوره کړې ده.

تر اوسه امریکایي مقاماتو او طالبانو په رسمي توگه په دوحه کې د دوامدارو مذاکراتو په هکله رسنیو ته څه ندي ویلي. خو بیا هم یو شمیر رپوټونه په خبرو کې د پرمختگ خبر ورکوي.

دمخه د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی و چې طالبانو د امریکا شرط منلی دی چې د القاعده شبکې او داعش په څیر ډلو ته د افغانستان د خاورې نه د نورو هیوادونو پر ضد د استفادې کولو اجازه ورنکړي.

د افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل په مذاکراتو کې د طالبانو د ډلې اصلي غوښتنه ده چې تر اوسه په رسمي توگه نده څرگنده شوې چې پدې هکله څه پرمختیا شوې ده.

د طالبانو یو پخواني قوماندان د امریکا غږ ته ویلي دي چې که طالبان پدې اړه د امریکا نه ډاډ ترلاسه کړي د افغانستان د دولت سره به ددې ډلې خبرو ته زمینه برابره شي.

سید اکبر آغا د امریکا غږ ته وویل "هېڅ شک نشته طالبان به خامخا له افغان حکومت سره خبرې کوي، د بهرنیانو د وتلو په اړه تر پوره ډاډ وروسته، چې پوره ډاډ د طالبانو حاصل شي چې خارجیان له افغانستان څخه وزي."

د افغانستان دولت پدې ټینگار کوي چې د سولې په مذاکراتو کې د افغانانو او د سیمې د هیوادونو د فعال گډون پرته په افغانستان کې د جگړې پای ته رسیدل ممکن ندي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سویس په داوس کې د نړۍ په اقتصادي غونډه کې په تازه څرگندونو کې ویلي چې د افغانستان جگړه مختلف ابعاد لري چې یواځې یو اړخ ته پاملرنه گټه نه رسوي.