طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ نن هم په دوحه کې خبرې روانې دي

په قطر کې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د څاورم پړاو خبرې د سلواغې د میاشتې په لومړ ۍ ورځ پیل شوي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د استازو ترمنځ خبرې نن پنجشنبه ( سلواغې ۴ مه ) څلورمې ورځې ته غځیدلي دي.

دا سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته ویلي، چې دواړو خواو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او اوربند په مسلو خبرې کړي، چې د دغې سرچینې د ادعا له مخې په خبرو کې یو څه پرمختګ هم شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې خبرو کې د طالبانو استازي د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال ویش پر اعلان او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی د اوربند په ټینګیدو ټینګار کوي.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او په دوحه کې د طالبانو د دفتر د چارواکو ترمنځ دا خبرې د دوشنبې په ورځ (سلواغې لومړۍ) پیل شوي دي.

د دغو خبرو په اړه ډیر جزئیات رسنیو ته نه دي ورکړل شوي.

د دغو خبرو له پیل وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د دغې ډلې استازي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي سره له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو او او د دغو ځواکونو د وتلو په صورت کې له افغانستان څخه نړۍ ته د امنیتي ګواښونو نه راولاړیدو د ډاډ پرمسلو خبرې کوي.

تراوسه د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دفتر د دغو روانو خبرو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال په وروستیو کې د طالبانو د استازو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي د خبرو د پیل وروسته دا څلورم ځل دی، چې د طالبانو استازي د امریکايي چارواکو سره خبرو ته کښیني.

د افغانستان د سولې له بهیر د اروپايي ټولنې ملاتړ

د افغانستان ملي امنیت شورا او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د ملي امنیت د شورا د دفتر له خوا رسنیو ته استول شوې، د افغانستان د سولې له بهیر څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ څرګند شوی دی.

دا اعلامیه وايي، چې تیره ورځ مازیګر په کابل کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رولند کوبیا په یوه ناسته کې د سولې د بهیر، د امنیتي سکټور سربېره ټولو برخو کې اصلاحات، بیا ځلي ادغام، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د راتلونکي لپاره د سولې په توافقاتو کې د احتمالي ضامن په توګه د ونډې اخیستلو پر مسلو خبرې کړي دي.

دا اعلامیه وايي، چې دا سلامشورې د افغانستان د سولې تامین لپاره د اروپايي ټولنې د هغې ژمنې تطبیق یوه برخه ده، چې د ۲۰۱۸ کال نومبر میاشتې په ۲۸ مه، د اروپايي ټولنې د مشرې فیدریکا موګیرني لخوا د جینوا د وزیرانو کنفرانس ته وړاندې شوې وې.

د دغې اعلامیې له مخې اروپايي ټولنې د سولې د خبرو اترو په هر پړاو کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.