تمیم اقبال د آسیا جام سیالیو نه ووت

د تمیم اقبال مړوند مات شو او د آسیا جام د سیالیو نه ووت.

د بنګله دیش د مشهور لوبغاړي تمیم اقبال مړوند مات او د آسیا جام په سالیو کې به برخه وانخلي. د تمیم مړوند نن د سریلانکا سره د لوبې په دویم اور کې مات شو او د میدان نه ووت.

د بنګله دیش دغه کیڼ لاسی توپ وهونکي په ننۍ لوبې کې یوازې درې توپه ووهل. که څه هم چې د لوبډلې ډاکتر څو ځله راغی چې د تمیم په لاس دوا ووهي او علاج یې وکړي خو هغه نارامه ښکاریده او بلاخره یې میدان پریښود.

د آسیا جام په سیالیو کې د تمیم اقبال نه شتون د بنګله دیش د لوبډلې لپاره ښه خبر ندی ځکه چې هغه په اوس وخت کې په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې او سلیز لري.

د بنګله دیش لوبډلې تر اوسه د تمیم اقبال پر ځای د بل لوبغاړي راتګ ندی اعلان کړی.

د آسیا جام لومړنۍ سیالي د بنګله دیش او سریلانکا تر منځ ده. بنګله دیش د سریلانکا لوبډلې ته د ۲۶۱ منډو هدف ورکړی.