د امریکا مشهورې سندرغاړې او سندرې جوړوونکې ټیلر سویفټ د "فیډینګ امریکا" خیریه ټولنې سره ۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه، څو د فلوریدا په ایالت کې د هیلن او ملیتون له سمندري طوفانونو وروسته د مرستندویه هڅو څخه ملاتړ وکړي.
دغه خیریه ټولنې د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر لسمه (تلې ۱۸مه)، په یوې اعلامیه کې وویل، چې د ټیلر سویفټ لخوا ورکړل شوې ۵ میلیونه ډالره به د ملیتون طوفان له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو او بېځایه شویو څخه د ملاتړ او مرستې لپاره وکارول شي.
د "فیډینګ امریکا" خیریه ټولنې مدیرې کلر بابینیو-فونتنوت د ټیلر سویفټ د مرستې له امله مننه کړې ویې ویل: "موږ د دې سخاوتمندې مرستې له امله د زړه له تلې منندوی یوو." نوموړې زیاته کړه چې دا مرسته به د طوفانونو له امله زیانمنو شويو ټولنو سره د بیا رغونې او د لومړنیو ضروري توکو لکه خوراکي موادو، د څښاک پاکو اوبو او نورو اړینو توکو د برابرولو په برخه کې وکارول شي.
په ورته وخت کې، دغه خیریه ټولنې د ټیلر سویفټ له ټولو مینهوالو او ملاتړو وغوښتل چې د نوموړې د دې بشردوستانه اقدام ملاتړ وکړي او په مرستندویه هڅو کې فعاله ونډه واخلي.
د ۳۴ کلنې ټیلر سویفټ نږدې ملګرو او د هالیوډ مشهورو ستورو، بلیک لایولي او رایان رینولډز هم د "فیډینګ امریکا" خیریه ټولنې سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده، ترڅو د وروستیو طوفانونو وروسته د مرستندویه هڅو څخه ملاتړ وکړي.
ټیلر سویفت چې اوس د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځینه سندرغاړې ده، له وړاندې هم په طبیعي پېښو او نورو غم لړلو پیښو کې د زیانمنو شویو کسانو له کورنیو سره د مرستې اوږده سابقه لري.
نوموړې په ۲۰۲۰ کال کې د تنسي ایالت د طوفان وروسته او په ۲۰۲۴ کال کې د "کانزاس سټي چیفز" لوبډلې د سوپربول د بریا په مراسمو کې د ډزو له قربانیانو سره مالي مرستې کړې وې.
د امریکا د مشهورې سندرغاړې لخوا دغه نغدي مرسته په داسې حال کې اعلان شوې، چې د "میلتون" په نوم زورور طوفان د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر لسمه (تلې ۱۹مه)، د فلوریډا ایالت په شمالي او مرکزي برخو کې نه یوازې د سختو سیلابونو د راوتلو او د ګڼ شمېر کورونو د ویجاړیدو لامل شوی، بلکې لږ تر لږه اته کسان یې مړه کړي او په درې میلیونو خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.
دغه طوفان په ځايي وخت د چهارشنبې په ماښام د فلوریډا ایالت سواحلو ته داخل شو، ورسره تېز بادونه او تېز باران پیل شو او د اوبو سطحه هم لوړه شوه.
د فلوریډا لویدیځ ساحل ته د رسېدو پر وخت ددغه طوفان شدت د طوفانونو له یو څخه تر پنځو پورې د کټګوریو له مخې، دریمه کټګوري ښودل شوی چې په لومړیو ساعتونو کې یې د باد سرعت په ساعت کې ۲۰۵ کیلو میتر و.
د متحدو ایالتونو د طوفان ملي مرکز وايي چې میلتون د فلوریډا په غربي ساحل کې د سییستا کي ګڼ نفوسه سیمه هم ځپلې ده. د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د لږ تر لږه ۱۲۵ کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.
څو ورځې مخکې هم د هلین په نوم بل زورو طوفان د فلوریډا ایالت وځپه او شاوخوا ۱۰۰ تنه یې مړه کړل.
ټاکل شوې ده چې ټیلر سویفټ به راتلونکې اوونۍ د فلوریډا په میامي ښار کې د "اراز" په نړیوال کنسرټ کې ګډون وکړي.
د دغه کنسرټ وروستۍ پړاو به د اکتوبر په ۱۸مه په میامي ګارډن کې ترسره شي او له هغې وروسته به سویفټ د نیو اورلینز، انډیاناپولیس او ټورنټو ښارونو څخه لیدنه وکړي. دغه سفر به د دسمبر په ۸مه د کاناډا په ونکوور ښار کې پای ته ورسېږي.