ننګرهار کې ګوزڼ وهلی خلکو ته د پولیو معلومات ورکوي

علي محمد په ننګرهار ولایت کې دښوونځي یو تن ښوونکی دی،دتدریس ترڅنګ خپلو زده کوونکو ته هره ورځ دپولیو په اړه معلومات هم ورکوي چې په خپلو کورنیو کې داپیغام نورو ته ورسوي.

علي محمد وایي، دپولیو پرضد او دهغه د واکسین دګټو په اړه یې خبرې ډېرې ګټورې دي او په هر درسي ساعت کې زده کوونکي ترې د ورته معلوماتو غوښتنه کوي او له دې لارې ډېرې کورنۍ خپل ماشومانو دپولیو واکسین ورکوي.

علي محمد کاکړ دجلال اباد ښار په میاعمر عالي لېسه کې له شاوخوا دریو کالو راهیسې دښوونکي په توګه دنده ترسره کوي .

نوموړی په دواړو پښو معلول دی، په ځانګړي بایسکل هره ورځ له کوره تر لېسې پورې دوه کیلومتره لاره وهي او تدریس ته ځي.

دی وایي نه غواړي دټولنې نور وګړي یې دده په څېر ستونزه ولري او هیله من دی چې ګوزڼ څخه پاکه ټولنه ولري.

علي محمد په ښوونځي کې زده کوونکو ته دتدریس ترڅنګ دپولیو پر وړاندې تبلیغات هم کوي چې، ډېر اغېزمن تمام شوي او هره ورځ تر سلو ډېر کسان په دې برخه کې پردې پوهوي، چې خپلو کورنیو ته دپولیو یا ګوزڼ زیانونه او دواکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړي .

دعلي محمد په وینا، چې خبرو یې رنګ راوړی او زده کوونکي ترې ډېرښه الهام اخلي، پرخپله زده کوونکو، کورنیو او حتی دښوونځي پر فضا یې اغېز کړی او له خپلو زده کوونکو یې دپولیو پرضد کمپاینران جوړ کړي دي.

"کله مې چې ساعت خالي اوسي نو بیا ورځم یو صنف ته ننوځم،بیاهلته خپلو شاګردانو ته دواکسین کولو پرګټو او دنه کولو پر زیانونو معلومات ورکوم،زه داکار وړیا کوم،پرشاګردانو مې داکار ډېر اغېزمن تمام شوی دی،په کوم تش ساعت کې چې زه باید خپل ذهن ته ارامتیا ورکړم ورځم دپولیو په اړه شاګردانو ته معلومات ورکوم "

دمیاعمر لېسې دلسم ټولګي زده کوونکی افتاب وایي ، چې دپولیو یا ګوزڼ ناروغۍ په اړه داستاد علي محمد کاکړ تبلیغات حتی تر ډېرو ورته پروژو ګټور دي او خلک یې له خبرو ډېر ژر متاثره کېږي.

"علی محمد استاد دی چې کله صنف ته راشي نو یو لس دقیقې شاګردانو ته دپولیو په اړه معلومات ورکوي او موږ ته یې هم راکوي،وایي چې پولیو ډېره خرابه ناروغي ده او واکسین یې مهم دی موږ دده دخبرو له برکته اوس هره میاشت خپل ماشومان د واکسین مرکز ته بیایو"

دسیمې اوسېدونکي هم وایي ، چې علي محمد کاکړ کله کله دسیمې په جوامات کې لمونځ کوونکو ته هم دپولیو پر زیانونو او له دې زیانونو څخه دواکسین کولو په اړه خبرې کوي، اما دا ټول فعالیتونه یې وړیا دي ،هیڅ کومې مرستندویه ټولنې پورې تړاو نه لري.

مولوي نقیب الله دسیمې دجامع جومات امام، چې علي محمد سره له نږدې پېژني وویل ، دده خبرې دپولیو په اړه ډېرې ګټورې تمامې شوې دي او دولت دې باید دکمپاین په برخه کې له ورته کسانو ګټه واخلي.

"کله چې مسجد ته راځي او له مسجد نه بغیر په نورو عامه ځایونو کې ، ودونو کې ، په نورو مراسمو کې چې خلکو سره مخامخ کېږي خلک پولیو واکسین کولو ته را بولي او دې ته یې تشویقوي چې دپولیو واکسین وکړي.هغه خلکو ته وایي چې خپل بچیان دګوړڼ واکسین کړي که یې واکسین نه کړي نو زما په سرنوشت به اخته شي"

دننګرهارد پوهنې ریاست دوینا له مخې ، دوی دپولیو او ورته نورو ناروغیو پرضد په ښوونځیو کې دعامې روغتیا ریاست او یونسف په مرسته کله ناکله پروګرامونه تر سره کوي، چې په دې برخه کې تبلیغاتي پاڼې وېشي او یاهم دتیاتر ډرامو له طریقه دپولیو پرضد مبارزه پرمخ بیایي.