محسن رضايي د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د سرو زور مډال وګټه

محسن رضايي

د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي چې ملي لوبغاړي محسن رضايي د لومړي ځل لپاره افغانستان ته په اسیایي لوبو کې د سرو زور مډال وګټه.

د دغه فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد نن جمعه جون ۱۸ غبرګولی (۲۸) امریکا غږ ته وویل چې محسن رضايي د خپلو څلورو پاکستاني، کویټي، کوریایي او چین تایپه يي سیالانو د ماتولو وروسته دغه اتلولي د افغانستان په نوم کړه.

ښاغلي شهزاد ویل: "دا د افغانستان په تاریخ د تکواندو لومړنۍ د سرو زرو مډال دی چې په اسیایي لوبو کې یې افغانستان ګټي. محسن رضايي په ۵۸ کیلو وزن کې نن خپل څلور سیالان مات کړل. د محسن اتلولۍ ته مو ملي سرود وغږول شو او مډال یې ترلاسه کړ."

د اسیا د تکواندو د ۲۴ دورې سیالۍ د لبنان پلازمېنه بیروت ښار کې له دوه ورځو راهیسې پیل شوي دي.

په دې لوبو کې له ۲۱ اسیایي هېوادونو نه ۱۸۹ تکواندو بازان سره سیالۍ کوي.

د افغانستان په استازیتوب دغو لوبو کې پنځه نارینه وو او یوې لوبغاړې ګډون کړی دی.

له دې مخکې په ۲۰۰۸ کال کې افغان تکواندو کوونکي روح الله نیکپا د بیجنګ اولمپیک نړیوالو لوبو کې د اولمپیک د برونزو لومړی مډال د افغانستان په نوم ثبت کړی دی.