تهران وايي د اسد د واک له پرځېدو وروسته یې له سوریې څخه ۴۰۰۰ ایرانیان ایستلي

تهران کې ایراني پولیس

ایران سه شنبې دسمبر ۱۰ (لیندۍ ۲۰) وویل چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت د ړنګېدو وروسته یې له دغه هېواد څخه ۴۰۰۰ ایراني اتباع ایستلي دي.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني په پایتخت تهران کې یوې خبرې غونډې ته وویل: "په تیرو دریو ورځو کې ۴۰۰۰ ایراني اتباع ایران ته ستانه شوي دي."

هغې زیاته کړه چې ایران له سوریې څخه د خپلو ټولو اتباعو د ایستلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي. د رسمي شمیرو له مخې، په وروستیو کلونو شاوخوا ۱۰ زره ایراني اتباعو په سوریه کې ژوند کاوه.

په ۲۰۱۱ کې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د بشارالاسد د ملاتړ لپاره "پوځي سلاکاران" لیږلي وو.

خو د ایران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي احمد نادري د سه شنبې په ورځ د سپاه پاسداران د قوماندان حسین سلامي له قوله وویل چې "په سوریه کې هیڅ ایراني ځواکونه نشته."

زیات شمیر ایراني اتباع سوریې ته د مذهبي ځایونو د زیارت لپاره هم ځي. په دې کې دمشق ته څېرمه د بي بي زینب زیارت هم شامل دی.

دمشق او تهران په ایران کې د ۱۹۷۹ له اسلامي انقلاب وړاندې په ۱۹۷۰ لسیزه کې له هغه راهیسې ښې اړیکې لرلې چې په سوریه کې د بشارالاسد پلار حافظ الاسد واکمن و.

د اسلامپاله یاغیانو په لاس د بشارالاسد د واکنۍ پرځېدو د ایران او سوریې د اړیکو په اړه هم پوښتنې پیدا کړي دي.

پایتخت دمشق ته د یکشنبې په ورځ د یاغیانو له ننوتلو وروسته په دغه ښار کې د ایران سفارت لوټل شوی دی.