کابل کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي

ارشیف

د کابل پولیس وايي، د دغه ښار د پنځلسمې حوزې په پنج‌صد فامیلیو سیمه کې د یوې کورنۍ لس غړي تیره شپه ناوخته دوه بجۍ په ډزو وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال حقنواز حقیار امریکا غږ آشنا ته وویل، تیره شپه کله چې پولیسو د پنجصد فامیلي په غره یا تپه کې د ډزو غږونه واوریدل، سملاسي یې د پیښې ځای ته ځانونه ورسول.

هغه زیاته کړه، چې پولیسو د پیښې په ځای کې د یو ماشوم او څلورو ښځو په ګډون د لسو تنو مړي موندلي دي.

ښاغلي حقیار شخصي دښمني د دغې پیښې د رامنځ ته کیدو لامل وباله او ویې ویل "یو کال مخکې دوه کورنۍ په یو کور کې اوسیدلې... یو کال مخکې دوې مشاجره کړې وه دا یو جانب چې اوس قاتل دی دا بل جانب چې اوس یې تقریبا لس نفره اعضا د فامیل له لاسه ورکړي وه دوې یې وهلي ټکولي وه بیا دوې پسې حوزه راغلې وه او حوزې دوې ونیول همدارنګه ددوې له کور څخه غیر مجوزه سلاح هم په لاس راغلې وه حوزې دا خلک د غیز قانوني سلاح او وهلو ټکولو په تور بندیان کړل او چې کله راخوشې شول بیا داسې عمل ترسره شو".

د ښاغلي حقیار پر وینا په پیښه کې د دغې کورنۍ دوه غړي ټپیان شوي هم دي.

د امنیه قومندانۍ مرستیال وویل، د پیښې عاملین له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي او تر اوسه پولیسو په دې تړاو څوک نیولي نه دي.