د خوست په ولایت کې چارواکي وایي سه شنبه جنوري ۲۸ ( سلواغې نهمه) د دې ولایت د علیشیر په ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ لس غړي د شخصي شخړې له کبله وژل شویدي.
د علیشیر ولسوال فرید وهاج د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې نا معلومو وسله والو په یو کور کې دننه په خلکو ډزې کړي او لس تنه یې وژلي دي.
چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې درې یې میرمنې وې خو د پاتې نورو اوو کسانو په هکله یې څه ندي ویلي.
سره لدې چې ښاغلي وهاج پدې هکله نور جزیات ندي ورکړي چې په پیښې کې شاملو کسانو په څه شي شخړې کړې وه او یا دا چې د یو بل سره یې اړیکې درلودې که نه خو د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز بیا د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا وژنې د شخصې شخړې له کبله شوي.
چارواکو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې د پیښې علت معلومولو په خاطر یې پلټنې پیل کړي.
د والي ویاند او د علیشیر ولسوالۍ چارواکو پدې هکله نور معلومات ندي ورکړي چې آیا برید کوونکي د طالبانو غړي که عام خلک و او دا یې هم ندي ویلي چې دوي په څه شي شخړه کړې وه.
خو معمولاً د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د ځمکو او جایدادونو پر سر شخړې کیږي چې مرګ ژوبله هم پکې وي.
سره لدې چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې په افغانستان کې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، خلک په هیواد کې د آرامښت خبر ورکوي خو په عین حال کې بیا په لیرو پرتو سیمو کې قومي او شخصي شخړې کیږي.