د ننګرهار والي د تبدیلۍ سره په مخالفت کې د ولایت دروازه تړل شوې

دغو اعتراض کوونکړ له جمهور رئیس غني غوښتل، چې د والي د تبدیلۍ پریکړه دې بیرته واخلي.

نن د سې شنبې د ورځې په سهار ( سلواغې ۱۶ مه) د مدني ټولنې په لسګونو فعالینو، چې یو شمیر ښځې هم په کې شاملې وې، له ننګرهار ولایت څخه کندهار ته د والي حیات الله حیات د بدلولو له پرېکړې سره د مخالفت لپاره یې د دغه ولایت دروازه وتړله.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکۍ ادارې په وړاندیز د ننګرهار والي حیات الله د کندهار د والي په توګه ټاکلی او شاه محمود میاخېل یې د هغه پر ځای د ننګرهار د والي په توګه ټاکلی دی.

د جمهور رئیس غني د دې پریکړې سره د مخالفت لپاره نن سهار د ننګرهار د والي دفتر مخې ته په لسګونو اعتراض کوونکي، چې یو شمیر بې وزله ښځې هم په کې شاملې وې راټول شوي وو.

دغو اعتراض کوونکو د حیات الله حیات له تبدیلۍ سره مخالفت څرګندوه او ادعا یې کوله، چې ښاغلي حیات د خپل ماموریت په موده کې یو شمیر ښه کارونه کړي او په دغه ولایت کې یې د زورواکو او د ځمکې د غاصبینو د غیر قانوني کړنو مخه نیولې وه.

دغو اعتراض کوونکو له جمهور رئیس غني څخه د خپلې پریکړې د بیرته اخیستلو غوښتنه هم کوله.

د ننګرهار د والي دفتر وايي، چې اعتراض کوونکو د والي دفتر ته د ولایت د مامورینو د ننوتلو مخه هم نیولې ده.

د سرخرود د ولسوالۍ یو قومي مشر سردار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ننګرهار ولایت کې له نورو والیانو پرته د حیات الله حیات د ولایت په دوره کې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

تراوسه لا د ننګرهار نوي والي شاه محمود میاخېل خپل نوی ماموریت نه دی پیل کړی.

شاه محمود میاخېل، په افغانستان کې د سولې انسیتیوت مشر په توګه د اوږدو کلونو راهیسې کار کړی او د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه هم دنده سرته رسولې ده.

ښاغلي میاخېل د خپل ټویټر په پاڼه په یو لنډ پیغام کې ویلي، چې د ننګرهار د والي په توګه به په دغه ولایت کې د ښه حکومتوالۍ او د سولې لپاره کار وکړي.

د بلې خوا د کندهار په ولایت کې یو شمیر قومي مشرانو له جمهور رئیس محمد اشرف غني غوښتي، چې دغه ولایت ته د نوي والي د ور تګ وړاندې دې هغوی ته د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژلو د پیښې په اړه معلومات ورکړي.

د کندهار ولایت یو شمیر مخورو نن د سې شنبې په ورځ په دغه ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، چې کندهار د پخواني امنیه قومندان د وژل کیدو مسله ورته یوه جدي مسله ده، چې په کار دي حکومت ورسره د دې پیښې په اړه معلومات شریک کړي.

د کندهار والي زلمی ویسا د روان لمریز کال د تلې په اتلسمه ورځ د والي په دفتر کې په یو تروریستي برید کې سخت تپي شو، چې بیا د درملنې لپاره بهر ته لاړ.

په دې برید کې جنرال عبدالرازق او څو تنه نور وژل شوي وو.

که څه هم ښاغلی ویسا له درملنې وروسته بیرته وطن ته راستون شوی، خو له هغه مهاله تراوسه د کندهار د والي څوکۍ د ولایت د سرپرست له خوا اداره کیدله.