د عمران خان لسګونو زرو پلویانو اسلام آباد کې د هغه د خلاصون لپاره لاریون کړی

د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې یکشنبه سپټمبر اتمه ( وږي ۱۸) د مخکني صدراعظم عمران خان لسګونو زرو پلویانو د زندان څخه د هغه د خلاصون غوښتنې په خاطر لاریون وکړ.

په عمران خان باندې څه باندې ۱۵۰ د پولیسو قضیې دي او د یو کال څخه زیاته موده کیږي چې په زندان کې دی.

خو د دې ټولو قضیو سربیره، ښاغلی خان په پاکستان کې د ولس تر منځ یو محبوب سیاستوال دی. منتقدین او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې عمران یې مشر دی، وایي چې د پولیسو دا قضیې سیاسي انګیزه لري.

دی په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان لخوا د عدم اعتماد تر رایه ګیرۍ وروسته له واک لیرې کړل شو.

د یکشنبې ورځې لاریون په روان میلادي کال کې د تحریک انصاف ګوند تر ټولو ستر لاریون و او سره لدې چې دا لاریون تر ډیره حده سوله ایز و خو د پولیسو او فعالینو تر منځ یو څه د اخ او ډب پیښې هم شویدي.

د عمران خان ویاند ذوالفقار بخاري په یوې اعلامیې کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو پر ضد د پولیسو کړنې غندلې دي او لاریون کوونکي یې "سوله ایز ملاتړي" یاد کړي.

د لاریون پیل کیدو څخه وړاندې پولیسو په یو شمیر لارو کوڅو کې کانتیرونه ایښي و تر څو د خان پلویان پرې نږدې چې پدې لاریون کې برخه واخلي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین په لاریون کې د وینا پر مهال وویل، " که د خدای (ج) رضا وي، ژر به عمران خان راخوشې کړو".


ښاغلي امین حکومت ته د عمران خان خوشې کیدو لپاره د دوو اوونیو مهلت ورکړ.

عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې د پاکستان د صدراعظم په توګه دنده درلوده او وروسته له هغې له دغې څوکۍ ګوښه شو چې په پارلمان کې ترې د باور رایه بېرته واخیستل شوه. خان ادعا وکړه چې دا د هغه په وړاندې د پاکستان د پوځ له خوا پلان شوې دسیسه وه.

خان چې د پاکستان یو له مخورو سیاستوالو څخه دی د تېر کال د اګست میاشتې راهیسې په زندان کې دی. پر هغه د فساد،‌ فتنې او د پاکستان د پوځ پر ضد د تاوتریخجنو لاریونونو توری پوری او څو ځلې محاکمه شوی دی. خو خان دا تورونه بې‌اساسه بللی او ویلي یې دي چې تر شا یې د پوځ لاس دی.

عمران خان، چې ۷۱ کلن دی چې د پاکستان د صدراعظمۍ تر څوکۍ پورې ورسېد د روان کال په فبروري کې ورباندې لګول شوي تورونه د شواهدو د کموالی له امله د استیناف محکمې له خو وځنډول شول خو هغه د تازه تورونو له امله لا هم په بند کې دی.

خان په ۱۹۷۵ کې د بریتانیا د اکسفورډ له پوهنتون څخه فارغ شوی دی او د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخو کې یې زده‌ کړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې کمیټې هم په پلټنو کې موندلې چې د عمران خان توقیف "کوم قانوني اساس نه لري او داسې بریښي چې دا کار سیاسي واک ته د هغه د رسېدو د مخنیوي هڅه دی."