د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پنجشنبې په ورځ، فبروري۲۰ (کب دویمه) د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په لیست کې د اتو نړیوالو جنایتکارو ډلو د شاملولو خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارکو روبیو له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي: " د بهرنیو چارو وزارت، واک ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بېرته ستنېدو وروسته، نن ورځ د هغه له لومړنیو ژمنو څخه یوه یې عملي کوي. زه خوشحاله یم چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د نړیوالو ترهګرو ډلو په لیست کې د اتو جنایتکارو بانډونو نومونه شاملول اعلانوم."
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د ولسمشر ټرمپ په ۱۴۱۵۷ اجرائیوي فرمان کې ویل شوي چې جنایتکارې ډلې او نورې بهرني ترهګریز سازمانونه د امریکايي وګړو امنیت، د متحده ایالاتو امنیت او په نیمه لویدیځه کره کې نړیوال نظم او ثبات ګواښي.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې جنایتکارې ډلې به د بهرنيو ترهګري سازمانونو په توګه اعلان کړي او د ۱۷۹۸ کال د مصوبې له مخې به حکومت ته لارښونو وکړي چې د ټولو بهرنيو جنایتکارو ډلو او شبکو شتون له منځه یوسي.
ټرمپ په خپله وینا کې وویل: "د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه، زما تر ټولو لوی مسؤلیت دا دی چې خپل هېواد د ګواښونو او تیریو څخه وساتم او دا هماغه کار دی چې زه یې ترسره کول غواړم. موږ به دا کار په داسې کچه ترسره کړو چې مخکې هیچا نه وي لیدلی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترن دي ارګوا، مارا سالواتروچا (MS-13،کارتل دي سینالوا،کارتل دي جالیسکو ، نووا جنراسیون کارتل دي نورستي، لا نووا فامیلیا میچواکانا، کارتل دي ګولفو او کارتلیس یونیدوس بانډونه د بهرني ترهګري سازمانونو په توګه اعلان کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ددې کار موخه د ملت، امریکايي وګړو او د نیمه لویدیځې کرې ساتنه ده. هغه وویل: "پدې مانا، چې د دې شیطاني ډلو له خوا د تاوتریخوالي او وحشت د کمپاینونه مخه به هم په امریکا کې او هم په نړیواله کچه ونیول شي."
خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي: "د ترهګرو ډلو په لیست کې د دغو جنایتکارو بانډونو د نومونو شاملول نه یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ په مبارزه کې مهم رول لري، بلکې د ترهګري فعالیتونو د محدودولو لپاره هم یوه اغیزمنه لاره ده."